پر الهان عمر یوه ولسي غونډه کې د یوه ناڅرګند مايع په وسیله برید شوی

د ویډیو تشریح، هغه شېبه چې د مینیسوټا پر استازې الهان عمر په یوه ولسي ناسته کې برید وشو
    • Author, هلن سلیوان او انا فاګي
    • رپوټ له:, مینیاپولیس

د امریکا مینیسوټا ایالت پر استازې الهان عمر د سې شنبې په ورځ د یوې ولسي ناستې پر مهال مایع شیندل شوي دي. د مینیاپولیس پولیسو ویلي چې د غونډې یوه ګډونوال د پیچکارۍ (سرنج) په وسیله پر هغې مایع شیندلي دي.

الهان عمر په دغه پېښه کې زیانمنه شوې نه ده او خپلو خبرو ته یې دوام ورکړ. هغې وروسته پر خپله اېکس (X) پاڼه ولیکل:

"زه ښه یم. زه یوه مبارزه یم، نو دا وړوکي پاروونکي نشي کولای ما له خپل کاره ووېروي. زه ظالمانو ته د ګټلو اجازه نه ورکوم."

په خونه کې د بي بي سي یوه خبریال ویلي چې پر اغلې عمر شیندل شوې مايع تریخ بوی درلود چې کیمیاوي موادو ته ورته وو.

د پولیسو د سیمه‌ییزې ادارې په وینا، ۵۵ کلن انتوني جیمز کازیمیرزاک د درېیمې درجې برید په تور نیول شوی او دا مهال په توقیف کې دی.

له پېښې وروسته، دیموکراتې استازې عمر ګډونوالو ته وویل: "موږ به دوام ورکوو... موږ د مینیسوټا په څېر قوي یو." د غونډې یو بل ګډونوال الفریډ فلاورز جونیر بي بي سي ته وویل چې دی د اغلې عمر "زړورتیا او ځواک ته درناوی لري چې مقاومت یې وکړ او د خلکو لپاره یې خپله وینا پای ته ورسوله."

A photo of Olhan Omar addressing a town hall meeting while speaking into a microphone at a podium with others in the background, the podium displays a logo saying 'US House of'.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، د الهان عمر یو انځور چې د ښاروالۍ په یوه غونډه کې ولاړه ده او خبرې کوي، نور کسان هم په شالید کې ښکاري

د پېښې جزیات

د پېښې ویډیو ښیي چې امنیتي ټیم د "لار خلاصه کړئ" په نارو بریدګر له خونې بهر ویوست. کله چې هغه له سالونه ایستل کېده، بریدګر وویل چې عمر "زموږ ترمنځ نفاق اچوي"؛ خو دا لا روښانه نه ده چې د هغه هدف څوک وو.

پولیسو ویلي چې کازیمیرزاک سملاسي نیول شوی او په سیمه کې د پېښې په اړه تخنیکي او جنایي څېړنې روانې دي.

د مینیاپولیس ښاروال جیکب فرای پر ټولنیزو رسنیو په یوه پوسټ کې ولیکل: "تاوتریخوالی او ډارول په مینیاپولیس کې ځای نه لري. موږ کولی شو له یو بل سره اختلاف ولرو پرته له دې چې خلک له خطر سره مخ کړو... دا ډول چلن به زموږ په ښار کې ونه زغمل شي."

اغلې عمر په ۲۰۱۹ کال کې لومړنۍ سومالیايي الاصله امریکايي، لومړنۍ افریقايي زېږېدلې امریکايي او یوه له هغو دوو لومړنیو مسلمانو ښځو شوه چې د امریکا کانګرس ته یې لار وموندله.

دا ولسي ناسته د هغو نوبتي غونډو یوه برخه وه چې عمر یې کوربه توب کوي. په دې ناسته کې شاوخوا ۱۰۰ کسانو د مینیاپولیس شمال په یوه تلخونه کې ګډون کړی و. هغوی تمه لرله چې په خپل ښار کې د فډرال کډوالۍ افسرانو د شتون په اړه واوري او په ډزو د هغو وژونکې پېښې په تړاو پوښتنې وکړي چې په روانه میاشت کې د کډوالۍ افسرانو لخوا پر یوه امریکايي وګړي شوې وې.

په جنوري میاشت کې، د کډوالۍ یوه افسر امریکایۍ ریني ګوډ په ډزو ووژله. تېره اونۍ، بل امریکایي وګړی الیکس پریټي د سرحدي مامورینو لخوا له درولو وروسته په ډزو ووژل شو، چې دې چارې سیمه ییز لاریونونه او ولسي غوسه راوپاروله.

په دې ناسته کې عمر غوښتنه وکړه چې د کډوالۍ او ګمرکونو پلي کولو اداره (ICE) دې "لغوه" شي او ویې ویل چې د کورني امنیت وزیره کریسټي نوم باید "استعفا وکړي یا له استیضاح سره مخ شي." د دغو څرګندونو له کولو وروسته یاد سړي پر هغې برید وکړ.

Processing image of Kazmierczak, looking into the camera and wearing an orange shirt

د عکس سرچینه، Minneapolis PD/Hennepin County Sheriff

د عکس تشریح، ۵۵ کلن انتوني جېمز کازمیرچک د درېیمې درجې د برید په تور تورن شوی دی.

د الهان عمر مقاومت

چارواکو له هغې هیله وکړه چې غونډه پای ته ورسوي، خو هغې ټینګار وکړ چې دوام ورکوي. عمر یو ځل بیا دریځ ته په تلو وویل:

"موږ به خپلو خبرو ته دوام ورکړو. یوازې لس دقیقې وخت راکړئ. مه پرېږدئ چې هغوی (بریدګر) بریالي شي. هیله ده اجازه مه ورکوئ چې دا صحنه د هغوی په ګټه شي."

په سیمه کې ډېری خلک د کډوالۍ په برخه کې د سخت دریځو اقداماتو زیاتوالی د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هغې کرکې غبرګون بولي چې له الهان عمر سره یې لري؛ هغه چې ټرمپ "افراطي کېڼ اړخې لېونۍ" او "نفرت پاروونکې" بللې ده.

د جنوري پر ۱۸مه، ټرمپ پر ټروټ سوشل لیکلي وو چې عمر "باید په زندان کې وي، یا ان تر دې په بدې سزا محکومه او بېرته سومالیا ته ولېږله شي، چې د نړۍ یو له تر ټولو بدو هېوادونو شمېرل کېږي. هلته هغه کولی شي د سومالیا په بېرته جوړولو کې مرسته وکړي!"

د مینیسوټا ایالت په امریکا کې د سومالیايي کډوالو د تر ټولو لوی نفوس لرونکی ځای دی. د سې شنبې په ورځ، د ډزو د دویمې پېښې په ځواب کې، ټرمپ وویل چې د هغه اداره به په مینیسوټا کې "حالات یو څه ارام کړي."