ټرمپ مسلمانې وکیلې الهان عمر ته سپکاوی وکړ، ولې یې د هغې د لېرې کولو غوښتنه وکړه؟

ټرمپ

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ټرمپ وړاندې لیکلي: "دې ټولو سره، الهان عمر موږ ته راښيي چې څنګه امریکا اداره کړو! یاداښت: ایا دا هماغه نه ده چې له خپل ورور سره یې د تابعیت ترلاسه کولو لپاره واده وکړ...؟".

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د بریتانیا له سفره د ستنېدو پر مهال په مطبوعاتي څرګندونو کې ویلي چې دیموکراته استازې الهان عمر ډېره بده ده او باید سملاسي لېرې شي.

د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې ټرمپ وویل: "الهان عمر له سومالیا راغلې، چېرته چې هېڅ هم نشته، چې امریکایانو ته ورزده کړي څنګه د خپل هېواد چارې پرمخ وړي.".

ټرمپ خپلو څرګندونو ته په ټروت سوشیال کې په یوه ټویټ کې ادامه ورکړه او بیا یې الهان عمر ته سپکاوی وکړ، بد رد یې ورته وویل او د فساد او فقر خبره یې تکرار کړه چې د هغې د اصلي هېواد سومالیا له ستونزو شمېرل کېږي.

الهان عمر بیا د امریکا د ښي اړخي فعال چارلي کِرک په اړه ویلي وو چې هغه د غندنې وړ کس دی، خو د هغه له مېرمنې او دوو ماشومانو سره یې خواخوږي وښوده او د هغه وژل کېدو مخالفه وه.

ټرمپ وویل: "زما په اند باید لېرې شي، هغه ډېره بده ده، هغه له اره د سومالیا ده، نو دوی هلته خپلې چارې څنګه مخته وړي، څنګه خپل حکومت کوي او ایا دوی هلته ولسمشر لري؟ ایا دوی پارلمان لري، کوم شی لري؟ پولیس لري؟ هغه خلک مې خوښېږي چې له یوه ځایه له هېڅ سره راځي او بیا موږ ته راښيي چې څنګه خپل هېواد اداره کړو. فکر کوم که بندیز پرې ولګول شي، ښه به وي. که له دندې لېرې شي دا به لا غوره وي. باید استیضاح شي او دا کار باید سملاسي وشي."

خو ډونلډ ټرمپ د یوه وکیل د لېرې کولو واک لري؟

الهان عمر

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، الهان عمر په کانګرس کې لومړنۍ محجبه وکیله او د رشیده طلیب سربېره دویمه مسلمانه وکیله ده.‌

له قانوني پلوه نه، په سملاسي توګه په کانګرس کې د یوه وکیل/ وکیلې لېرې کول د ولسمشر واک نه دی، بلکې دوی د ټاکنیزو مرکزونو له لارې ټاکل کېږي، نه د ولسمشر له لوري.

خو ښکاري چې الهان عمر د ټرمپ په کیسه کې نه ده، ټرمپ څو ګړۍ وروسته پر خپل ټروت سوشل یوه اعلامیه خپره کړه او د الهان عمر اصل هېواد سومالیا یې په ترهګرۍ، غلاوو او د سیاسي ژوندانه په نشتوالي تورن کړ.‌

ټرمپ وړاندې لیکلي: "دې ټولو سره، الهان عمر موږ ته راښيي چې څنګه امریکا اداره کړو! یاداښت: ایا دا هماغه نه ده چې له خپل ورور سره یې د تابعیت ترلاسه کولو لپاره واده وکړ...؟".

الهان عمر د ټرمپ دا خبره دروغ بللې چې ګنې د تابعیت ترلاسه کولو لپاره یې له خپل ورور سره واده کړی و.

دا ډول ګنګوسې په ۲۰۲۰ کې مخکې له دې خپرې شوې وې او الهان عمر دا تور په ټېنګه رد کړی و.

د امریکايي چارلي کرک د وژلو په اړه د الهان عمر څرګندونو د کانګرس غړي هم قهرولي وو او د کانګرس غونډو ته یې د هغې د ورتګ د مخنیوي غوښتنه کړې وه.

الهان عمر د ټرمپ دا خبره دروغ بللې چې ګنې د تابعیت ترلاسه کولو لپاره یې له خپل ورور سره واده کړی و.

د عکس سرچینه، Reuters

خو الهان له بریتانوي خبریال مهدي حسن سره په یوه مرکه کې راڅرګنده شوه او وویل چې د چارلي کرک له مېرمنې او بچیانو سره یې همدردي ښودلې ده او د هغه د وژلو ټینګه مخالفه وه، خو الهان پر هغو خلکو ټینګ برید وکړ چې پر دې اند دي چې ګنې کرک د تمدن اړوندې بحثونه کول او د مرکې پرمهال یې امریکا کې د وسلو لرلو او ملکي حقونو په اړه د کرک د افکارو په اړه خبرې وکړې.

د کانګرس یوې وکیلې نانسي میس پر اېکس غوښتي چې د مینوسوتا ایالت وکیله الهان عمر دې سومالیا ته وشړله شي، د کانګرس د بودیجې او تعلیم له کمیسیونونو دې هم لېرې کړل شي.

نانسي میس وړاندې لیکلي: "الهان عمر د یوه بې‌ ګناه امریکايي مېړه او پلار پر وژل کېدو ملنډې وهلې دي، هغې د داعش او اخوان المسلمین ملاتړ کړی، سیاسي تاوتریخوالي ته یې هڅونه کړې او نن شپه کانګرس د هغې ژوند وژغوره".

الهان عمر په کانګرس کې لومړنۍ محجبه وکیله او د رشیده طلیب سربېره دویمه مسلمانه وکیله ده.‌