ولې مو ویښتان په کم عمر کې سپینېږي او څنګه یې بېرته تورولی شو؟

د عکس سرچینه، Ashley Sukru
- Author, ایسټر کهومبي
- دنده, بيبيسي نړیواله روغتیا
اشلي سوکرو لا ۱۴ کلنه وه چې د یوې ټولګیوالې یې په لیسه کې د سر یوه سپین ویښته ته ورپام شو. دغې پېښې کلونه کلونه د "څنګه ښکارېدو" په اړه د هغې لیدلوری بدل کړ.
اشلي وايي "ناڅاپه مې له خولې ووتل نه زه ایله لا ۱۴ کلنه یم، ویښته مې نشي سپینېدای... په یاد مې دي چې غرمه کور ته ولاړم، ائینه مې را واخیسته او ومې کتل چې ډېر ویښتان مې سپین دي. ډېره شرمېدم."
هغې خپل مور او پلار قانع کړل چې د ویښتو د رنګولو اجازه ورکړي.
اشلي د کاناډا او اوس ۲۸ کلنه ده.
نوموړې وايي "کله چې د هر توکم له خلکو سره ناسته پاسته کوئ، سپین ویښته مناسب درسره نه ښکاري. ما به هڅه کوله چې پټ یې کړم."
ولې کم عمر کې د ځینو ويښتان سپینېږي؟
متخصصان وايي جنېتیک یا وراثت په دې کې تر ټولو مهمه ونډه لري، چې ویښته مو کوم عمر کې په سپینیدو شي. معایناتو ښوده چې د اشلي کیسه هم همداسې وه. د مور په سر کې یې هم په ۱۴ کلنۍ او د نیا په ۱۷ کلنۍ کې سپین ويښتان پیدا شوي وو.
ډاکتران وايي، د داسې ځوانانو ورتګ زیات شوی چې له وخت مخکې د خپلو ویښتانو سپینېدو ته اندېښمن وي.
له دې ډلې د ډېرو ځوانانو عمر د ۲۰ او ۴۰ کلونو ترمنځ وي.
هغو سپین پوستکو کې چې له روغتیايي پلوه د ژوندانه مناسب سبک لري، د سر ویښته ۳۵ کلنۍ کې پر سپینېدو پیل کوي. د اسیا خلکو او افریقایانو کې بیا دا کار لس کاله وروسته (۴۵ کلنۍ) کېږي. نو که ویښته مو تر دغه عمره مخکې سپینېږي، له وخت مخکې سپینېدل بلل کېدای شي.
په دې معنا چې په عامو سپین پوستو کې له وخت مخکې د ویښتو د سپینېدو عمر ۲۰، د اسیا خلکو کې ۲۵ او افریقایانو کې بیا ۳۰ دی.
دا حدونه ځکه رامنځ ته شوي چې بېلابېلو نژادونو کې د جینونو په وسیله د ویښتو فولیکونو ته رنګ ورکول توپیر لري – خو ځینې بیا وروسته له دې پروسې وځي.
بریتانیا کې یو متخصص ډاکتر سرمید میزیر، وايي: "په دې توګه موږ پوهېږو چې کله [د ویښتو سپینېدو] نورو لاملونو پسې وګرځو او کله د عادي عمر د برخې په توګه ګڼل کیږي."
ولې ویښتان سپینېږي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
نوي ویښتان تر پوستکي لاندې د ویښتو له فولیکونو یا پیازو وده کوي. د رنګ تولیدونکي حجرې هم چې میلانوسایټس نومیږي، همدلته وي.
میلانوسایټس دوه ډوله میلانون تولیدوي:
- یومیلانین چې ویښتو ته تور تیاره رنګ ورکوي.
- فیومیلانین چې دا ټاکي ویښتان څومره سره یا ژېړ وي.
همدا رنګونه د پوستکي او سترګو رنګ هم ټاکي.
د نیویارک پوهنتون یوې ډلې لخوا د حجرو د عمر پروسې په اړه یوې ترسره شوې څېړنې وموندلې، څنګه چې ویښتان زړېږي، توییږي او بیا ځپلې وده کوي، نو په زیاتېدونکي توګه د میلانوسایټ سټیم حجرې هم ورسره کرار کرار د خپلې دندې په ترسره کولو کې سوکه کېږي.
سټیم حجرې بالاخره د فولیکونو شاوخوا ګرځیدل بندوي او یو ځای ثابت درېږي. په دې توګه دا حجرې نه شي کولی چې پر پخو او رسېدلو میلانوسایټس بدلې شي.
او د رنګ نه تولیدېدو سره ویښتان خړ، سپین یا نقره يي کېږي.
ایا د تغذیې کمښت د ویښتانو تر وخته مخکې سپینوالي لامل ګرځېدای شي؟
امریکايي او برازیلي ساینسپوهانو موندلې ده چې د پوستکي او ویښتانو د رنګ کنټرولونکو حجرې له شدید فشار وروسته زیانمنېږي.
خو متخصصان دا هم وايي چې د ویښتانو تر وخته مخکې سپینوالی د نا انډوله تغذیې او وجود کې د ویټامینونو او منرالونو د کمښت نښه هم کیدی شي، چې باید پام ورته شي.
د ویښتانو تر وخته مخکې سپینوالی د ویټامین ډي او ویټامین بي۱۲، مسو، اوسپنې، زېنک او فولېټ له کمښت سره تړاو لري. د دوی له منځه د ویټامین بي۱۲ کمښت د یښتانو تر وخت مخکې سپینوالي یو ډېر عام لامل ګڼل کیږي.
ویټامین بي۱۲ چې په کوبالامین هم پېژندل کېږي، د وینې د صحتمندو سرو حجرو په تولید کې مهم رول لري. همدا سرې حجرې د ویښتانو د پیازو په ګډون د بدن ټولو برخو ته اکسیجن لېږوي.
د رنګ د تولید ساتلو لپاره د ویښتانو هغه پیاز یا فولیکولونه مهم دي، چې کافي اندازه اکسیجن ور رسېدلی وي.
ډاکټر میزهر وايي: " ویټامین بي۱۲ تر ډېره د څارویو له محصولاتو راځي، نو له همدې امله که څوک په بشپړ ډول سابه خور (ویګن) وي او نور محصولات نه خوري، دا به د دوی د قضیې په تړاو زما د نوملړ لومړنی شی وي."
له دې سره مس هم ځکه مهم دي چې دا د ټایروسیناز په نوم د یوه داسې انزایم په فعالېدو کې کار کوي، چې د میلانین په تولید کې مرسته کوي.
سمندري کلک ځاني (شېل فېش)، د کونځلې زړي، پاخه شین پاڼي سابه او د غوایانو او پسونو ځیګر د مسو ښې سرچینې دي.
په هر توګه متخصصین خبرداری ورکوي چې په بدن کې د زېنک او ویټامین سي په څېر د ځینو منرالونو ډیروالی ښايي د مسو په جذب کې مداخله وکړي او دا کم کړي.

د عکس سرچینه، Maria Marlowe
لیکواله او تغذیه پوهه ماریا مارلو وایي، د ژوند په دویمه لسیزه کې وه چې ویښتان یې په سپینېدو شول، د دې په خبره په دې وروستیو کلونو کې، په ځانګړې توګه د کورونا وېروس وبا پر مهال خلکو د خپل معافیت لوړولو لپاره د اضافي زېنک اخیستو ته مخه کړې ده.
نوموړې زیاتوي که دغه زېنک ښه نه وي جوړ شوي، نو ښايي تاسې ورسره خپل وجود کې مس کم کړئ:
"که غواړئ ضمیمه زېنک واخلئ، نو تل د زېنک او مسو ګډوله واخلئ، چې دواړه سره یو ځای وي."
ماریا وايي، د ډېرې اوسپنې او ان ډېر ویټامین سي مصرف هم ستاسې بدن کې د مسو کچه راټېته وي.
د ډاکترانو په وینا که تر وخته مخکې د ویښتانو سپینېدو لامل په وجود کې د مېنرالونو کمښت وي، نو له هغې سره نورې نښې هم وي.
ډاکتر میزهر وايي د مس له کمښت سره د زیات وزن اخیستلو، د ویښتانو نري کېدو، د پوستکي خارښت او ځینې نورې نښې تجربه کېدای شي.
نوموړی زیاتوي "ښايي ډېره ستړیا او بې شیمه والی احساس کړئ – ښايي د سړو زغم هم ونه لرئ."
ماریا مارلو ته له معاینانو وروسته مالومه شوه چې وجود کې یې مس، وسپنه او ایودین کم دي. د درندې وسپنې معاینه یې هم کړې وه، چې نوموړې وايي دا هم د مېنرالونو د جذبېدو په ګډوډولو سره تر وخت مخکې د ویښتانو د سپینوالي لامل شي. معایناتو وښوده چې د نوموړې وجود کې د سرب او کاډمیوم کچه لوړه شوې ده.
د صنعت له ودې سره موږ تاسې ټول د درنې وسپنې د منفي اغیزو له خطر سره مخامخ یوو. دا ښايي په هغه هوا کې وي چې موږ تاسې یې تنفس کوو، خو د دېر ترڅنګ په خوړو کې هم شته.
اغلې مارلو وايي: "د بېلګې په توګه، ځینې مشخص ډول کبان تر نورو ډېره پاره [مېرکوري] لري. ستونزه هغه مهال رامنځ ته کېږي چې موږ [یو څیز] تر هغې ډېر مصرف کړو چې زموږ وجود یې په یوه وخت کې تحمل کولی شي."

د عکس سرچینه، Maria Marlowe
د کولمبیا پوهنتون یوې څېړنې موندلې، کله چې فشار کم شي، نو نوي ویښتان کولی شي بېرته خپل طبیعي رنګ باندې وده وکړي.
ډاکتران وايي که د ویښتانو سپینوالی د تغذیې د کمښت له امله وي، نو هغه هم بېرته راګرځول کېدای شي.
ډاکټر میزهر وايي دا چې د ډېرو خلکو ویښته میراثي سپینېږي، نو رنګ یې نشي راګرځول کېدای.
مشوره دا ده چې د مېنرالونو د کمښت ستونزه پر منرالونو د بډایه مغذي خوړو سره پوره کېدای شي، خو په ځینو قضیو کې چې خواړه مرسته نشي کولی، بیا یې ترڅنګ درمل هم تجویز کېدای شي.
ډاکتر میزهر وايي، "که ومومو چې ویټامین بي۱۲ کم دي، نو پوره کوو یې، او بیا رنګ بېرته په بشپړ ډول راګرځیدلی شي. له مس، ویټامین ډي، یا د تایرایډ هورمون سره هم همداسې درواخلئ."
د هغه په وینا "ان که ویښتان بېرته هغه پخواني رنګ ته هم ونه ګرځي، نو لږترلږه سپینوالی کمولی او په بالقوه توګه یې د زیاتېدو مخه نیولی شي."
په هرصورت متخصصین وايي چې د تورو ویښتانو بېرته راګرځولو لپاره هېڅ ثابت نړیوال درمل نشته.
اغلې مارلو وايي چې دې د خپل رژیم له بدلولو او د درنو فلزاتو لرونکي خواړو له کمولو سره د خپلو سپینو ویښتانو لړۍ کې بدلون ولید.
نوموړې زیاتوي چې د بدلون د اغیزو مالومېدو لږترلږه درې میاشتې وخت نیولی. خو هغه پر دې نه ده بریالۍ شوې، چې خپل ټول سپین ویښتان بېرته تور کړي.
په میوو او سبزیجاتو کې د موجودو انټي اکسیډنټونو سپارښتنه هم کېږي چې د ازادو رادیکالونو شنډولو کې مرسته کوي.
دا مالیکولونه له هغه اکسیډیټېف فشار سره مرسته کوي، چې کولی شي ډياېناې ته زیان ورسوي او ترڅنګ یې د ویښتو د توېدو او تر وخته مخکې سپینیدو لامل شي.
ډاکتر میزهر وايي: "د سګرټ لوګی، رواني فشار، ډېر الکول څښل یا په داسې سیمه کې اوسېدل چې ډېره ککړتیا لري، دا هم کولی شي د اکسیډیټیف فشار لامل شي."

د عکس سرچینه، Ashley Sukur
میرمن مارلو وايي تر هغې وروسته چې تېر کال یې ماشوم پیدا شو، ځینې ویښتان یې خړ شوي دي.
ایشتلي وایي، اوس یې سپین ویښتان د هویت او پېژندګلوي برخه ګرځېدلې. نوموړې د ځوانانو یوه انلاین ټولنه جوړه کړې، چې د ښکلا او عمر په اړه شته منفي نظرونه ننګوي.
هغه وايي: "ما چې کله په ټیک ټاک او انسټګرام کې پوسټونه پیل کړل، د ځان په عمر ډېرې میرمنې مې وموندلې چې ویښتان یې سپین شوي دي."
"هیله منده یم وبه کړای شم ډېرې مېرمنې وهڅوم چې د دې پر ځای چې ووايي 'سپین ویښتان بدرنګ دي، سپین ویښتان زاړه دي' خپل سپین ویښتان ومني. کولی شوو ووایو 'نه، سپین ویښتان ځواکمن دي، سپين ویښتان یوه بېلګه ده. دا مو د ځان ځانګړنه ده'."








