د امریکا ټاکنوکې د ریکارډ په کچه مسلمان نوماندان بریالي شوي؛ یوه پکې افغانه ده

د عکس سرچینه، Ruwa Romman
سږ کال د امریکا د کانګرس په ټاکنو کې د ریکارډ په کچه مسلمان نوماندان بریالي شوي دي. د ټولو مسلمانو بریالیو نوماندان شمیر ۸۲ ته رسېږي.
له دې ډلې یوه هم افغانه امریکایۍ سیاستواله عایشه وهاب ده چې لومړۍ افغانه ده د کانګرس غړیتوب تر لاسه کوي.
د امریکا په ځايي، ایالتي او فدرالي کچه ټاکنو کې ټول ۱۴۵ مسلمانانو ځانونه نوماند کړي وو چې له ډلې یې ۸۲ بریالي شوي دي.
له دې سره دا لومړی ځل دی چې د امریکا په تاریخ کې دومره لوړ شمېر امریکایي مسلمانان د کانګرس غړیتوب تر لاسه کوي.
عایشه وهاب؛ لومړنۍ افغان توکمه امریکایۍ چې د کانګرس غړیتوب ترلاسه کوي
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
عایشه وهاب چې له کلیفورنیا د کانګرس غړیتوب لپاره نومانده وه، پر خپله ټوېټر پاڼه یې د خپلې بریا خبر ورکړی او د لوړې مراسمو انځورونه یې خپاره کړي دي.
اغلې وهاب ویلي، ویاړي چې د یوه افغان کډوال لور ده او د کانګرس غړیتوب یې تر لاسه کړی دی.
په دې سره عایشه لومړۍ افغان توکمه امریکايۍ شوه چې د کانګرس غړیتوب تر لاسه کوي.
نوموړې له دې وړاندې د کلیفورنیا د هیوارډ ښار د ښاري شورا غړې وه.
فلسطینۍ رواء رومان: "حماس سره د تړاو په شک له ښوونځي ویستل شوې وم"
د سږ کال ټاکنو کې د بریالیو له ډلې یوه هم رواء رومان ده چې له اصله فلسطینۍ او د جورجیا ایالت د استازې په توګه ټاکل شوې ده.
دا وایي ویاړي چې مسلمانه او فلسطینۍ ده.
دا په امریکا کې اوسېږي، هملته کار او په خپله ټولنه کې فعالیت کوي.

د عکس سرچینه، Ruwa Romman
رواء وايي، ټاکنو کې له بریالیتوب وروسته هم د ویاړ او هم د وېرې احساس کوي، خو هڅه کوي خپلې ټولنې ته له خپل وس سره سم کار وکړي.
رواء د خپل ماشومتوب یوه خاطره یادوي او وايي، "کله چې د ښوونځي ښوونکی پوه شول چې زه فلسطینۍ او مسلمانه یم، له ښوونځي یې وویستلم او پوښتنه یې وکړه چې آیا زه او یا زما د کورنۍ کوم غړی خو به له حماس سره تړاو نه لري؟"
رواء رمان د پوهنتون له دورې سیاسي فعالیتونه پیل کړي وو.
نوموړې د مسلمانانو په اړه د امریکا د مخکېني ولسمشر ډونلډ ټرمپ څرګندونو ته اشاره کوي چې ویلي یې وو، مسلمانان به امریکا ته له ورتګه منع کړي او زیاتوي، "همغه مهال ما امریکا کې د مسلمانانو دحقونو لپاره مبارزه کوله".
رواء وايي، دې ته بریالیتوب څه چې ان نوماندي هم ناممکنه ورته ښکارېدله خو په تېرو کلنو کې یې د نورو مسلمانو مېرمنو له سیاسي مبارزې الهام اخیستی.
هغې په دې لړ کې د بلې فلسطینۍ رشیده طُلیب او له اصله صومالۍ الهان عمر، چې دواړه لا پخوا کانګرس ته بریالۍ شوې دي، یادونه وکړه.










