د ۲۰۲۶ فوټسال اسیا ملتونو جام کې افغانستان سعودي عرب ته ماتې ورکړه

افغان لوبغاړي

د عکس سرچینه، @afcasiancup

د عکس تشریح، د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د اسیا ملتونو جام سیالیو کې پر سعودي عربستان او مالیزیا سربېره له ایران سره هم لوبه لري چې په یوه ګروپ کې لوبېږي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د اندونیزیا په کوربه‌توب د ۲۰۲۶ کال د اسیا ملتونو جام په لومړۍ لوبه کې د سعودي عربستان لوبډله په ۳–۰ ماتې ورکړه.

د دې لوبې لومړي دوه ګولونه رضا حسین‌پور ووهل او وروستی ګول امید قنبري وکړ.

افغانستان د راتلونکې جمعې په ورځ بله لوبه له مالیزیا سره لري.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د اسیا ملتونو جام سیالیو کې پر سعودي عربستان او مالیزیا سربېره له ایران سره هم لوبه لري چې په یوه ګروپ کې لوبېږي.

د دویمې ورځې نورې لوبې

د اندونیزیا جاکارتا په نړیوال ویلډروم کې د اسیا فوټسال جام سیالیو کې پر دویمه ورځ ځینې نورې مهمې ګروپی لوبې هم وشوې.

افغانستان په ډي ګروپ کې ولوبېد، ایران په همدې ګروپ کې له مالیزیا سره ولوبېد.

ویتنام په یوه په زړه پورې لوبه کې کویت ته په ۵-۴ ګولونو ماتې ورکړه.

د لوبو پر لومړۍ ورځ تایلنډ له بي ګروپه د پیل لوبه وکړه.

اندونیزیا چې د ۲۰۲۴ کال سوېل ختیځې اسیا د فوټسال سیالیو اتلولي یې ګټلې وه، د اسیا غوره ۱۰ لوبډلو په کتار کې راځي او په نړیواله ډلبندۍ کې د ښه کېدو په حال کې ده.‌

ددغه هېواد فوټسال لوبډله کې ځینې مسلکي لوبغاړي دي چې د ریکارډینهو نوم پکې تر ټولو څرګند دی او نوموړي ی شپږ ځله د نړۍ غوره لوبغاړی شوی دی.‌

اندونیزیا د فوټسال لپاره ځانګړې اکاډیمي لري چې له کوچنیوالي څخه لوبغاړي پکې په مسلکي ډول روزي او فوټسال په دې هېواد کې له فوټبال وروسته دویمه دېره مشهوره لوبه ده.‌

اندونیزیا او افغانستان په تېرو څو سیالیو کې د یو بل سخت سیالان پاتې شوي. دواړه هېوادونه په اسیا کې "نوي راپورته شوي ځواکونه" (Rising Powers) یا ګڼل کېږي.

که څه هم هغوی د افغانستان په څېر په چټک او تکنیکي فوټسال تکیه کوي، خو اندونیزیا د مالي امکاناتو او زیربناوو په برخه کې تر افغانستان مخکې ده.

فوټسال څومره پېژنئ؟

فوټسال

د عکس سرچینه، Getty Images

فوټسال د فوټبال نړیوال فدراسیون فیفا لخوا منل شوې لوبه ده چې په انډور یا په سر پوښلي لوبغالي کې ترسره کېږي. د فوټسال کلمه اصلا هسپانوۍ ده چې فوټبال سالا (کوچنی فوټبال) څخه اخیستل شوې.

د فوټسال د میدان یا لوبغالي لوی والی د فوټبال له میدان سره توپیر کوي.

د فوټسال لوبغالي اوږدوالی د ۳۸ او ۴۲ مترو ترمنځ وي او پلنوالی یې بیا د ۲۰ او ۲۵ مترو په اندازه وي.

ګول یې هم کوچنی دی، اوږدوالی یې ۳ متره او لوړوالی یې ۲ متر دی (۳ په ۲ کې).

فوټسال د فوټبال په شان په چمن کې نه کېږي او یوازې په تړلو یا سر پټو ځایونو کلکه ځمکه کې چې ځانګړی میدان لري، کېږي.

فوټسال د فوټبال پرتله له کوچنۍ لوبډلې، سختې ځمکې، په ټیټ توپ سره کېږي، (تر ډېره پاسونه ټیټ او لنډ) وي.

په فوټسال کې د فوټبال په شان اف سایډ نشته. بله دا چې فوټسال د فوټبال پرتله ډېر چټک دی. وخت یې کم پاسونه لنډ او میدان کوچنی. د لوبغاړو شمېر هم کم.

د فوټسال هره لوبه ۴۰ دقیقې وي، یعنې ۲۰ دقیقې لومړۍ او۲۰ دقیقې دویمه نیمايي چې ټول ۴۰ دقیقې کېږي، په منځ کې ۱۵ دقیقې وقفه هم شته.

د فوټسال توپ د فوټبال په څېر سخت او بانسي نه دی او تر هغه یو څه نرم دی.

په وروستیو کې ډېر خلک فوټسال لوبه کوي لامل یې دا دی چې دا لوبه د فوټبال پرتله خورا خوندي او ساده ده. دا یوازې له توپ سره د لوبې کول نه دي، بلکې د توپ دقیق کنټرول او تخنیکي مهارت، ځیرکتیا ته هم وده ورکوي.

یو بل قانون چې په فوټسال کې موجود دی، دا دی، چې که یوه لوبډله په لومړۍ نیمايي کې له سیالې لوبډلې لس ګولونه مخکې وي، لوبه پای ته رسېږي.

که هره لوبډله، په هر نیمايي کې تر پنځو تېروتنو یا فاولونو، ډېر وکړي نو د سیالې لوبډلې له خوا به له ګول څخه د لس مترو په واټن کې د شوټ وهلو جریمې سره مخ شي.

د افغانستان فوټسال ملي لوبډله

افغان فوټسال لوبډله

د عکس سرچینه، AFF

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې په لومړي ځل ۲۰۲۴ کې نړیوال جام ته رسېدلې چې د نړۍ ۲۴ غوره لوبډلې پکې لوبېږي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په ۲۰۲۴ کې د اسیا ملتونو جام سیالیو کې له لوبېدو او غوراوي پړاو وروسته تر دغه ځایه رسېدلې وه.

د همدې کال جولای میاشت کې د فېفا لخوا په خپره شوې درجه بندۍ کې افغان لوبډلې د نړۍ د دېرشمې لوبډلې ځای ته ځان رسولی دی او ښايي وروستۍ مهمې بریاوې یې مقام لا نور هم لوړ کړي او په نړیواله کچه دې لوبډلې ته پام اوښتی دی.