د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې نړیوال جام ته لاره پیدا کړه
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې نړیوال جام ته لاره پیدا کړه
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د اسیا ملتونو جام سیالیو په شپږمه لوبه کې قرغیزستان ته د پنځه پر درې ګولونو په توپیر ماتې ورکړې او د ۲۰۲۴ فوټسال نړیوال جام ته یې لاره پیدا کړه.
د فوټبال فدراسیون ویاند مصطفي هاشمي بيبيسي ته وویل، دا لومړی ځل دی چې افغان لوبډله نړیوال جام ته لاره مومي.
نن یکشنبه (د غويي ۹مه) د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د تایلنډ بنکاک کې له قزغیزي لوبډلې سره لوبه درلوده چې بالاخره مقابلې لوبډلې ته یې د پنځه پر درې ګولونو ماتې ورکړه.
لومړی ګول امید قمبري وکړ او شیران خراسان ته یې د صفر مقابل کې یو ګول وکړ.
که څه هم له لومړي ګول وروسته د قرغیزستان لوبډلې هڅه دا وه چې دویم ګول په خپله ګټه تمام کړي، خو افغان لوبغاړي لا ډېر منظم شول او لوبه په لومړۍ نیمايي کې یو د صفر مقابل کې د افغان فوټسال ملي لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.



