د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې تر ګواتیمالا وروسته له نیوزیلنډه هم لوبه وګټله

د عکس سرچینه، Afghanistan Football Federation
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د فوټسال د لویو وچو جام 'فوټسال کانټينېنټل' په روانو سیالیو کې نیوزیلنډ ته د څلورو ګولونو په لوی توپیر ماته ورکړه او په دې لوبو کې یې دویم بری خپل کړ.
په نننۍ لوبه کې افغان لوبډلې پنځه او نیوزیلنډ یوازې یو ګول وکړ.
د دغو لوبو کوربتوب تایلنډ کوي او د افغانستان دغه دویم بری بې ساری بلل کېږي.
تر دې مخکې افغان لوبډلې د 'فوټسال کانټينېنټل' روانو لوبو په لومړۍ لوبه کې د ګواتیمالا لوبډلې ته ۵ پر ۴ ګولونو په توپیر ماتې ورکړې وه، خو دویمه لوبه یې له کوېټ بایللې وه.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو پر بنست، د نیوزیلنډ پر وړاندې نننۍ لوبه کې افغان لوبډلې په لومړۍ نیمایې کې یو ګول درلود خو په وروستۍ نیمایې کې یې څلور نور ګولونه وکړل او لوبه یې په لوی توپیر وګټله.
له دغه تاریخي بري وروسته د افغان فوټسال لوبډلې راتلونکي ته هیلې

د عکس سرچینه، Afghanistan Football Federation
د افغانستان فوټسال ملي لوبډله له دوو مهمو بریو سره د پیاوړو لوبډلو په قطار کې شمېرل کېږي او د لویو وچو جام اتلولیو په بله لوبه کې له تایلنډ سره مخ کېدونکې ده.
دا د افغانستان وروستۍ ګروپي لوبه ده چې د راتلونکي جمعې پر ورځ پلان ده.
کوربه تایلنډ هم پیاوړې لوبډله لري خو که افغان لوبډله ترې دا لوبه ګټي نو افغانستان د لویو وچو جام او اتلولیو ګټلو زرین چانس ته نږدې کېږي.
د افغان فوټسال لوبډلې مشر روزونکي مجید مرتضایي د نیوزیلنډ پر وړاندې له بري وروسته ویلي، "افغان لوبغاړي په ډېره لېوالتیا لوبه کوي او راتلونکو ټولو لوبو ته یې سخته خواري کړې ده."
د ده په ټکو، لوبغاړو ته یې ویلي چې افغانستان ته هره لوبه د نړیوال جام اهمیت لري او باید ټوله خواري وکړي.
د لویو وچو جام 'فوټسال کانټينېنټل' دا لوبې د فوټسال نړیوال جام ته د ښه چمتوالي په موخه تر سره کېږي چې ټاکل شوې تر دوو راوتلونکو اونیو په ازبکستان کې پیل شي.
د افغانستان فوټبال فدراسیون ویلي چې افغان لوبډلې سږ کال په لومړي ځل د فوټسال نړیوال جام سیالیو ته لار موندلې او هڅه کېږي چې له ښه چمتوالي او مورال سره ګډون پکې وکړي.











