د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې ګواتیمالا ته ماتې ورکړه

فوټسال

د عکس سرچینه، Afghanistan Football Federation

    • Author, نورګل شفق
    • دنده, بي‌بي‌سي پښتو

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د لویو وچو تر منځ د سیالیو په لړ کې نن په خپله لومړۍ لوبه کې د ګواتیمالا لوبډلې ته ۵ پر ۴ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه.

د لوبې په لومړۍ نیمايي کې دواړو لوبډلو یو یو ګول کړی و خو په دویمه نیمايي کې افغانستان د ګواتيمالا لوبډلې د ۴ ګولونو په مقابل کې ۵ ګولونه وکړل او لوبه یې د خپل ځان په ګټه تمامه کړه.

له دې سره افغانستان د 'فوټسال کانټينېنټل' په روانو اتلولیو کې لومړی بری خپل کړ.

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې مشر روزونکی مجید مرتضايي وايي، که څه هم له خپلو لوبغاړو یې د "لا ښې لوبې" تمه لرله خو "خوښ دی" چې د دغو لوبو پیل له بري سره وشو.

مجید مرتضايي

د عکس سرچینه، Afghanistan Football Federation

د عکس تشریح، مجید مرتضايي، "په لومړۍ او دویمه نیمايي دواړو کې زموږ لوبغاړو لوبه ډېره ښه کنټرول کړه"

ښاغلی مرتضايي زیاتوي، "زما په نظر د یوې ډېرې باتجربه لوبډلې پر وړاندې دا لوبه بده نه وه. د هغوی [ګواتیمالا] لوبډله ټول کال تمرینونه کوي او روزونکي یې د ګواتیمالا د فوټبال فدراسیون غړي دي. په دې خوښ یم چې موږ له یوه بري سره پیل وکړ خو ډاډه اوسئ چې افغان لوبډله تر دې هم ښه لوبه کولای شي."

افغانستان له کومو لوبډلو سره سیالۍ لری؟

د 'فوټسال کانټينېنټل اتلولۍ' یا د لویو وچو تر منځ دا سیالۍ د تایلنډ په کوربه‌توبه په بنکاک کې روانې دي.

د افغانستان په ګډون ټولټال پنځه لوبډلې (تایلنډ، ګواتيمالا، کوېت او اسټرالیا) برخه پکې لري.

فوټسال

د عکس سرچینه، Afghanistan Football Federation

د عکس تشریح، افغانستان سبا سې شنبې له کویت، چهارشنبې له اسټرالیا او د راروانې جمعې په ورځ له تایلنډ سره سیالۍ لري.

افغانستان له دغه بري سره اوس د دې سیالیو په نوملړ کې تر تایلنډ وروسته دویم ځای خپل کړ. ګواتیمالا لوبډله درېیم مقام، ورپسې د کوېت او اسټرالیا لوبډلې په یوې او بلې پسې څلورم او پنځم ځای لري.

افغانستان سبا سې شنبې له کویت، چهارشنبې له اسټرالیا او د راروانې جمعې په ورځ له تایلنډ سره سیالۍ لري.

د دغو لوبو موخه د ۲۰۲۴ کال د فیفا فوټسال نړیوال جام ته چمتوالی ښودل شوی.

ټاکل شوې د دغه نړیوال جام د لسم پړاو لوبې د اوزبکستان په کوربه‌توب ترسره شي چې د ۲۰۲۴ کال د سپتمبر له ۱۴مې به د اکتوبر تر ۶مې دوام وکړي او ۲۴ لوبډلې به د جام پورته کولو لپاره سیالي سره کوي.

دا جام په هرو څلورو کلونو کې یو ځل ترسره کېږي او د تېر ۲۰۲۱ کال اتلولي پرتګال ګټلې وه چې اوس به یې دفاع کوي.

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې تېره اپرېل میاشت کې د اسیا ملتونو جام سیالیو په شپږمه لوبه کې قرغزستان ته د پنځه پر درې ګولونو په توپیر ماتې ورکولو سره د ۲۰۲۴ فوټسال نړیوال جام ته لاره پیدا کړه.

افغانستان، فرانسه، نیوزیلنډ او تاجکستان هغه لوبډلې دي چې د لومړي ځل لپاره یې د فوټسال نړیوال جام ته لار موندلې ده.