د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې تایلنډ نه ماته وخوړه

فوټسال

د عکس سرچینه، Afghanistan Football Federation

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د لویو وچو "فوټسال کانټينېنټل" اتلولیو په پایلوبو کې نن تایلنډ نه ماتې وخوړه.

کوربه تایلنډ په نننۍ لوبه کې دوه ګولونه وکړل خو افغانستان تر پایه یو ګول وکړای شو او دا لوبه یې ۲- ۱ په توپير سره وبایلله.

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې ټولټال څلور لوبې وکړې چې ګواتيمالا او نيوزيلنډ نه یې وګټلې خو کوېت او تایلنډ ته یې وبایللې.

د افغانستان فوټبال فدراسیون پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې له دې پایلې سره افغانستان د ژېړو مډال وګاټه او د دغو لوبو په نوملړ کې يې تر کوېت او نيوزيلنډ پورته ځای خپل کړ.

نن بله لوبه هم وشوه چې د د نیوزيلنډ او کوېت تر منځ وه.

کوېت په اتو ګولونو کولو سره نيوزيلنډ ته ماتې ورکړه او یوازې درې ګولونه یې وکړای شول.

د ۲۰۲۴ کال د فوټسال نړیوال جام

د 'فوټسال کانټينېنټل اتلولۍ' یا د لویو وچو تر منځ دا سیالۍ د تایلنډ په کوربه‌توبه په بنکاک کې روانې دي چې د افغانستان په ګډون ټولټال پنځه لوبډلې (تایلنډ، ګواتيمالا، کوېت او اسټرالیا) برخه پکې لري.

د دغو لوبو موخه د ۲۰۲۴ کال د فیفا فوټسال نړیوال جام ته چمتوالی ښودل شوی.

خو له دوو بریو او دوو ماتو سره بیا افغانستان وار له مخې د فوټسال نړيوال جام ته لار موندلې او ګډون به پکې کوي.

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې تېره اپرېل میاشت کې د اسیا ملتونو جام سیالیو په شپږمه لوبه کې قرغزستان ته د پنځه پر درې ګولونو په توپیر ماتې ورکولو سره نړیوال جام ته لاره پیدا کړې ده.

ټاکل شوې د دغه نړیوال جام د لسم پړاو لوبې د اوزبکستان په کوربه‌توب ترسره شي چې د ۲۰۲۴ کال د سپتمبر له ۱۴مې به د اکتوبر تر ۶مې دوام وکړي او ۲۴ لوبډلې به د جام پورته کولو لپاره سیالي سره کوي.