له ګوانتانامو زندان نه ۵ یمني بندیان خوشي شوي

ددوی تر خوشي کېدا وروسته، لاهم ګوانتانامو زندان کې ۱۱۲ نور بندیان دي.

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، ددوی تر خوشي کېدا وروسته، لاهم ګوانتانامو زندان کې ۱۱۲ نور بندیان دي.

د ګوانتانامو له زندان نه پنځه یمني بندیان خوشي شوي، چې څلور یې عمان او پنځم یې استونیا ته لېږدول شوی.

دغه بندیان تر ۱۰ کلونو ډېر وخت په ګوانتانامو زندان کې بندیوان وو.

د ګوانتانامو پنځه یمني بندیان خوشي شوي، چې څلور یې عمان او یو استونیا ته استول شوي دي.

امریکايي چارواکو یمن ته د پنځم بندي استول لیرې خره بللې ده، ځکه چې په وینا یې هلته وضعیت ډېر خراب دی.

امریکايي چارواکي وايي، پنځه واړه یمني بندیان ګوانتانامو زندان کې نژدې ۱۲ کاله بندیان وو، چې له تېرو پنځو کلونو راهیسې یې د خوشي کېدو پر دوسیو کار کېده.

په پایله کې امریکايي استخباراتي، دیپلوماتیکو او پوځي عناصرو پرېکړه وکړه چې دغه بندیان دې خوشي شي.

د امریکا متحدو ایالتونو دغه پنځه واړه یمني وګړي پاکستان کې له القاعدې شبکې سره د تړاو لرلو په تور نیولي وو.

ددوی تر خوشي کېدا وروسته، لاهم ګوانتانامو زندان کې ۱۱۲ نور بندیان دي.

که څه هم د امریکا ولسمشر بارک اوباما د ۲۰۰۹ کال د ټاکنیزو منډو ترړو پرمهال ددغه زندان د تړلو ژمنه کړې وه، خو د شپږو کلونو تر واکمنۍ وروسته بیا هم ددغه ناوړه زندان پر تړلو ونه توانېد.

د تېر ۲۰۱۴ کال دسمبر پر ۲۰ له ګوانتانامو زندان نه څلور افغان بندیان خوشي شوي وو.