د ګوانتانامو له زندانه څلور افغانان خوشي شول

د عکس سرچینه، AFP
د امریکا د دفاع وزارت وايي چې د ګوانتانامو له زندانه یې څلور تنه افغانان بېرته خپل هېواد ته استولي دي.
چارواکي وايي د دغو څلورو کسانو له خوا کوم خطر نه و پېښ او دا کسان یې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په غوښتنې خوشي کړي دي.
ولسمشر غني د دغو کسانو د امنیت ډاډ هم ورکړی دی.
شاه ولي خان، علي ګل، عبدالغني او محمد ظاهر هغه څلور افغانان دي چې د دوسیو له بیا څیړل کېدو وروسته د ګوانتانامو له زندانه خوشي شوي دي.
د امریکا د دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي د دغو کسانو د دوسیو د څیړنې پرمهال بېلا بېلو ټکو ته پام شوی او د شپږو ادارو له خوا تایید شوې چې دوی دې خوشي شي.
خبرې رسنۍ د امریکايي چارواکو له خولې وايي چې دغه څلور تنه افغانان په یوه پوځي الوتکه کې کابل ته ولېږدول شول او هلته افغان چارواکو ته وسپارل شول.
د امریکا ددفاع وزارت په دې هکله نور جزییات نه دي ورکړي، خو په کابل کې د امریکا سفارت په یوې اعلامیې کې له افغانستانه مننه کړې او د افغان حکومت پر وړتیا یې بارو ښودلی چې د دغو کسانو له خوا د احتمالي ګواښ د مخنیوي وړتیا لري او له دوی سره یې د ښه چلن ډاډ ورکړی دی.
اعلامیه وايي چې امریکا د ګوانتانامو له زندانه د شاه ولي خان، علي ګل، عبدالغني او محمد ظاهر خوشي کېدل د دواړو هېوادونو د اړیکو په لا پیاوړې کیدو کې مخ په وړاندې ګام ګني او امریکا هیله منه ده چې د دې کسانو له خوشي کېدو سره د سولې په اړه سیاسي خبرو ته لاره هواره شي.
اعلامیه زیاتوي چې امریکا د افغانانو په مشرۍ د طالبانو په ګډون له ټولو مخالفو ډلو سره د سولې د خبرو ملاتړ کوي چې د همدې کسانو خوشي کول یې یوه ښه بیلګه ده.
ګومان کېږي چې د ګوانتانامو زندان له ۱۳۲ بندیانو څخه اته تنه یې افغانان دي.
له دغو څلورو تنو افغانانو نه مخکې د ګوانتانامو شپږ نور بندیان یورګوای ته استول شوي وو.
ویل کېږي چې په ګوانتانامو کې د نیمايي بندیانو دوسیې له سره څیړل شوي او پر خوشي کولو یې هوکړه شوې خو د هغوی هېوادونه د هغوی منلو ته چمتو نه دي یا یې امنیت دومره خراب دی چې دغه بندیان بیرته نه شي ورستنېدای.
په کیوبا کې د ګوانتانامو زندان په امریکا کې د سپتمبر د ۱۱ مې نیټې له بریدونو وروسته پرانستل شو.








