ګوانتانامو زندان څنګه جوړ شو؟

د عکس سرچینه، none
- Author, امان الله عطا عمران
- دنده, لندن
په ۲۰۰۱ کال کې د سپتمبر له پېښو وروسته پر افغانستان د امريکا پوځي بريدونو وروسته څه د پاسه ۲ مياشتې تېرې شوې وې.
د امريکايي ځواکونو له لوري د القاعدې او هم طالبانو يو شمېر جنګيالي نيول شوي وو.
په واشنګټن کې ولسمشر جورج بوش د بنديانو په اړه يو پوځي فرمان خپور کړ.
ولسمشر بوش خپل د دفاع وزير ډونلډ رمسفېلډ ته د يو مناسب ځای را کتلو امر هم وکړ چې غير امريکايي وګړي له کوم تور پرته په کې تر ناټاکلې مودې پورې بندي شي.
د دغه امر له مخې که کوم بندي محاکمه کېدی، محاکمه به يې پوځي وی.
د ګوانتانامو دغه راپور دلته اورېدی شیء:
د ۲۰۰۱ کال په دسمبر کې د امريکا د عدليې وزارت له خوا پنټاګون ته په يوه يادښت کې ليکل شوي دا چې ګوانتانامو خليج د امريکا خاوره نه ده، نو د امريکا فډرالي محکمو ته د بنديانو قضيې نه شي رسېدی.
ګوانتامو شاوخوا يوه پېړۍ مخکې امريکا له کيوبا نه په ګرو نيولی وه، او دلته جوړه شوې اډه په لومړيو کې د زرګونو ناقانونه کډوالو لپاره، چې له کيوبا او هايتي نه امريکا ته تلل، چمتو شوې وه.
په دې ډول د امريکايي چارواکيو په باور ګوانتامو مناسب ځای و چې په افغانستان کې له القاعدې او طالبانو سره د تړاو په شک نيول شوي کسان ورولېږدوي.
جنګي بنديان که ناقانونه جنګيالي

د عکس سرچینه، Getty Images
د ۲۰۰۲ کال د جنورۍ ۱۱ مه نېټه وه چې د ۲۰ تنو لومړۍ ډله بنديان په افغانستان کې له کندهار نه ګوانتانامو ته ولېږدول شول.
بنديان چې سرونو ته يې خلتې وراغوستل شوې وې، د الوتکې دننه هم پر خپلو څوکيو تړل شوي وو.
د سره صليب نړيوالې ټولنې نيول شوي د جګړې بنديان، په داسې حال کې چې امريکا پر ترهګرۍ شکمن کسان ګڼل.
د امريکا د هغه وخت د دفاع وزير ډونلډ رمسفېلډ ويل چې له نيولو کسانو سره به د جګړې بنديانو چلن نه کېږي.
"فکر کوم له دوی سره د چلن په اړه موږ په کره ډول د چارو سمبالښت پر سم لوري يو، له دوی سره چلن به په سم ډول وي.
له دوی سره به د جګړې د بنديانو په څېر چلن نه کېږي، ځکه دوی د جګړې بنديا نه بلکې ناقانونه جنګيالان دي.
څومره چې پرې له تخنيکي پلوه پوهېږم، ناقانونه جنګيالان د جينيوا تړون لاندې له هېڅ حقونو برخمن نه دي.
موږ په ډاګه کړې چې پلان لرو له دوی سره په داسې ډول چلن وکړو چې تر ډېره د جينوا له تړون سره همغږی وي."
که څه هم د سپتمبر ۱۱ مې پېښو پلان جوړونکي خالد شيخ محمد په ګډون د پنځو تنو نورو بنديانو د محاکمې او هم خپلو هېوادونو ته د نورو پاتې بنديانو استونې تکل ښودل شوی، خو د تېرو لسو کلونو په اوږده کې په ګوانتانامو کې له بنديانو سره چلن، له هغوی نه د پوښتنو ګروېږنو بڼې له بشری حقونو سرغړونې بلل شوې او په امريکا کې دننه يې پراخې ناندرۍ راوپارولې.
ويکيليکس چې په رازونو سپړونکې وېبپاڼې مشهوره شوې، د امريکا استخباراتو اروزنې يو پټ سند يې هم خپور کړی دی.
په دغه سند کې ويل شوي، له ټولو ۷۸۰ بنديانو چې په ګوانتانامو کې د امريکا له بند تېر شوي، ۲۲۰ يې خطرناک ترهګر بلل شوي دي.
خو ۱۵۰ په کې بې ګناه افغانان او پاکستانيان ګڼل شوي، چې ډېر يې له کوم ښکاره دليل پرته نيول شوي، او بيا خوشي شوي دي.
حاجي شازاده هم له هغو کسانو و، چې وايي له کوم تور پرته نيول شوی و:
"د شپې کور ويده وم، يو مېلمه دوه مې هم درلودل، د شپې موږ ته خلک راغلل، امريکايان او کورنيان دواړه وو.
موږ يې د ملا محمد عمر سرای ته بوتلو، چې له هغې مخکې مو هېڅ ليدلی هم نه و.
بيا مو يوه شپه وکړه، بيا يې د کندهار هوايي ډګر ته بوتلو، پنځه شپې مو هلته وکړې، پنځمه شپه يې له هغه ځايه بګرام ته بوتلو.
بيا مو نژدې څلورنيمې مياشتې هلته تېرې کړې. له هغه ځايه يې بيا ګوانتانامو زندان ته بوتلو. هلته مو بيا دری کاله يا څه د پاسه تر کړل."
ګوانتانامو ونه تړل شوه!
په وروستيو کلونو کې د ګوانتانامو زندان پر شته والي نيوکې خورا زياتې شوې، او د بشری حقونو پلويان پر دې باور دي چې د ګوانتانامو زندان د امريکا نامه ته تاوان رسولی دی.
کليو سټافورد سمېت د بشري حقونو وکيل دی، دی همدا خبره کوي:

"موږ په کيوبا کې ګوانټامو بې جوړه کړه، او ويل مو دا د دې لپاره چې د خپل ژوند لارې چارې وساتو.
په داسې حال کې لومړی ننګونه چې ورسره مخامخ يوو، د قانون واکمني ده.
منافقت کرکه زېږوي. باور کوم چې د نړۍ لروبر يې کرکه زېږولې ده.
او اوس د نړۍ بېلابېلو برخو کې ډېر خلک چې له موږ سره يې د خواخوږۍ احساس درلود، رانه کرکه کوي."
د ۲۰۰۹ کال په جنورۍ کې چې ولسمشر باراک اوباما واک ته ورسېد، سپينې ماڼۍ ته په رسېدو يې لومړۍ پرېکړه د ګوانتانامو زندان تړل و.
خو له ملکي محاکمو او هم د ګوانتانامو تړنې پلان سره د جمهوريت غوښتونکيو مخالفت، پر دې سربېره د ځينو هېوادونو له خوا د خپلو تبعه بنديانو نه منل، داسې ستونزې دي چې د ګوانتامو زدندان تړلو پر لار يې خنډونه جوړ کړي.








