د ګوانتانامو ۶ خوشي شوي بندیان اوروګوای ته رسېدلي

د عکس سرچینه، BBC World Service
له ګوانتانامو زندان نه شپږ خوشي شوي بندیان اوروګوای ته رسول شوي دي. د روان کال په لومړیو کې اوروګوای ویلي وو، ددغو بندیانو د کوربه توب لپاره یې موافقه کړې ده، چې څلور پکې د سوریې، یو د تونس او یو فلسطینی دی.
د امریکا حکومت مخکې ویلي وو، د ګوانتانامو زندان شپږ بندیان یې خوشي کړي، چې اوروګوای یې کوربه توب منلی دی.
په واشنګټن کې د دفاع وزارت د تېرې یکشنبې په ورځ ویلي وو، په دغو شپږو خوشي شویو بندیانو کې څلور د سوریې، یو د تونس او یو فلسطینی دی.
شپږ واړه بندیان له القاعدې شبکې سره د تړاو لرلو په تور بندیان شوي وو، خو هېڅ یو تور پرې ثابت شوی نه دی.
د اوروګوای ولسمشر خوسیه موهیکا په تېر مارچ میاشت کې د انساني زړه سوي له کبله ددغو بندیانو د کوربه توب لپاره غاړه اېښې وه، خو ددغې هوکړې عملي کېدل تېره میاشت د اوروګوای تر ولسمشریزو ټاکنو وروسته وځنډېدل.
ولسمشر موهیکا پخپله لس کاله په اوروګوای کې د مخکني پوځي واکمن نظام له خوا بندي شوی، خو د تېرې جمعې په ورځ یې ویلي، چې اوروګوای له ګوانتانامو زندان نه د شپږو بندیانو د کوربه توب لپاره خپله غېږه پرانیستې ده.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، BBC World Service
د یوه خوشي شوي بندي ابو وائل ذیاب وکیل ویلي، موکل یې له اوروګوای نه ددغه کوربه توب مننه کوي.
یوې بلې وکیلې کوري کرایدر، چې د Reprieve په نامه د یوې حقوقي ټولنې لپاره کار کوي، ویلي موکل یې وايي "داسې احساس کوي چې ګني اوروګوای یې خپل هېواد دی."
دغې وکیلې دا هم ویلي چې "په دې حساس وخت کې دی غواړي خپله مېرمن او ماشومان هم وګوري، چې له ډېر وخت راهیسې یې له لیدو محروم شوی و."
د ویلو ده چې ذیاب په ګوانتانامو زندان کې د بې ګناه بند په غبرګون کې د نه خوړو اعتصاب کړی و.
د اوروګوای حکومت ویلي، شپږ واړه خوشي شوي بندیان یوه پوځي روغتون ته استول شوي، چې د روغتیايي وضعیت ډاډ یې ترلاسه شي.
د امریکا ددفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي "امریکا د اوروګوای له حکومته مننه کوي چې دغه کسان یې ومنلي او د ګوانتانامو زندان د بندېدو په ملاتړ یې پرله پسې همکاري کړې ده."

د عکس سرچینه، BBC World Service
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د لومړیو ټاکنو پرمهال د ګوانتانامو زندان د تړلوژمنه کړې وه، دغه زندان په ۲۰۰۲ کال په کیوبا کې جوړ شوي، چې د امریکا له خوا د ترهګرۍ په پلمه نیول شوي بهرنيان یې پکې ساتل.
د ویلو ده چې د ګوانتانامو زندان له ۱۳۶ بندیانو څخه یې یوه برخه خوشي شوي، خو خپلو هېوادونو ته د ناامنیو له کبله نه شي ستنېدلی.
تر ۵۰ ډېرو دولتونو هوکړه کړې چې د ګوانتانامو زندان د خوشي کېدونکو بندیانو کوربه توب به مني.
د عبدالهادي فرج په نامه د یوه بل خوشي شوي بندي وکیل هم د موهیکا له حکومته مننه کړې ده.
اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ویلي، د شپږو واړو بندیانو د خوشي کېدو پرېکړه په ۲۰۱۰ کال کې شوې وه، خو اوس عملاً خوشي شول.
په تېر اکتوبر کې یوې نظرپوښتنې وښوده، چې د اوروګوای ۵۸ سلنې وګړو د بندیانو له منلو سره مخالفت ښودلی و.








