د شکر ناروغۍ نوی ډول چې کم وزنه خلک هم اغېزمنوي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, نیتیا پانډیان
- دنده, خبریاله
ډېری خلک یو ناسم فکر لري، چې شکر ناروغي یوازې هغه ډېر وزن لرونکي خلک اغېزمنوي. په هر حال، طبي متخصصینو، چې څو میاشتې دمخه په بنکاک کې د "نړیوال شکر ناروغۍ کنفرانس" کې برخه اخیستې وه دا څرګنده کړه، د هغو کسانو، چې د بدن ډله ییز شاخص یا "باډي ماس انډېکس" (بياېمای BMI) یې ټیټ وي، یعنی ډنګر کسان هم کېدای شي د شکرې په ناروغۍ اخته شي.
خو دا نه د لومړي ډول شکرې ناروغي ده او نه د دویم ډول، بلکې یو نوی ډول دی چې د پنځم ډول شکر ناروغي په نوم یادېږي.
(بياېمای BMI) د بدن د وزن او قد تناسب پراساس محاسبه کېږي. هغه کسان، چې(بياېمای BMI) یې ۲۵ یا ډېر وي د ډېر وزن یا چاغوالي په طبقهبندۍ کې راځي.
طبي کارپوهان دا هم وايي، چې د شکرې دا ډول ناروغۍ په ځانګړي ډول منځني او ټیټ عاید لرونکو هېوادونو کې عامه ده.
د شکرې ناروغۍ نړیوال فدراسیون مشر پروفیسور پیټر شوارز وايي، هغه خلک چې چاغ نه دي خو بدنونه یې کافي انسولین نه تولیدوي باید د پنځم ډول شکر ناروغۍ په توګه طبقه بندي شي.
هغه غوښتنه کوي، چې په دې برخه کې باید څېړنې ګړندۍ شي.
د دې طبي حالت د پوهېدو لپاره یوه نړیواله څېړنډله جوړه شوې ده او دا به وڅېړي، چې څوک د پنځم ډول شکر ناروغۍ لري. دا څنګه پېښېږي او د کنټرول لپاره یې څه کېدای شي.
په دې مقاله کې به موږ د پنځم ډول شکرې ناروغۍ د کشف او خطرونو په اړه وغږېږو.
پنځم ډول شکرې ناروغۍ (ټایپ ۵ شکرې ناروغۍ) څه ده؟

د عکس سرچینه، Getty Images
پروفیسور ډاکټر فیلکس جیبیسنګ د ویلور کرسچن میډیکل کالج د انډوکراینولوژي شکر ناروغۍ او میټابولیزم څانګې سره تړاو لري.
هغه له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، "د دویم ډول شکرې ناروغان که څه هم د دوی بدن انسولین تولیدوي خو دا کافي نه وي، چې د وینې د شکر کچه ثابته وساتي ځکه د انسولین پر وړاندې د دوی د بدن حساسیت زیاتېږي."
انسولین یو مهم هورمون دی چې د انسان د بدن په پانقراس (لوزالمعده) کې جوړېږي. د انسولین دنده دا ده چې د وینې له جریان ګلوکوز (بوره) حجرو ته انتقال کړي، چې د بدن د انرژۍ لپاره وکارول شي.
که انسولین په کافي اندازه تولید نه شي یا د بدن حجرې یې اغېز ونه مني، د وینې د خوږوالي کچه لوړېږي چې دا حالت د شکرې ناروغۍ (Diabetes) لامل کېږي.
په هر حال، پنځم ډول شکرې ناروغۍ په هغو خلکو کې پېښېږي، چې چاغ نه وي. دا هغه کسان دي، چې (بياېمای BMI) یې له ۱۹ کم وي او د دوی بدن انسولین نه لري.
دوی وايي، چې "د دویم ډول شکرې ناروغۍ کنټرول لپاره پیچکارۍ ورکول کېږي خو برعکس د پنځم ډول شکرې ناروغۍ کنټرول لپاره ګولۍ (تابلیت) ورکول کېږي."
څوک د پنځم ډول شکرې ناروغۍ خطر سره مخامخ دي؟
د ویلور کرسچن میډیکل کالج د څېړنې له مخې هغه خلک، چې لاندې ځانګړتیاوې لري د پنځم ډول شکرې ناروغۍ احتمال په کې ډېر وي:
• بياېمای (BMI) یې له ۱۹ کم وي
• هغه خلک، چې له ماشومتوب راهیسې د خوارځواکۍ له امله ډنګر او کم وزن لري
• هغه خلک، چې په بدن کې یې د انسولین کچه ټیټه وي
• په خوړو کې د تنوع نشتوالی
د دې ناروغۍ نښې څه دي؟
په ۱۹۵۵ کال کې، هیو جونز په جایمیکا کې د هغو خلکو مطالعه وکړه، چې ټیټ بياېمای (BMI) یې درلودل.
هغه وموندله، چې دا خلک د شکرې لومړی ډول یا دویم ډول ناروغي نه لري، خو د شکر ناروغۍ یو بل ډول لري، چې وروسته د تغذیې پورې اړوند ډایبایټس میلیتس (MRDM) په نوم یاد شو.
له دې وروسته دا ډول ناروغان په هند، پاکستان، بنګله دېش، کوریا، تایلینډ، نایجېریا، ایتیوپیا، یوګانډا او نورو هېوادونو کې هم وموندل شول.
دا ناروغي په رسمي ډول په ۱۹۸۵ کال کې نړیوال روغتیا سازمان ا د شکر ناروغۍ د جلا ډول په توګه وپېژندله، چې وروسته یې په رسمي ډول د اېم ار ډي اېم MRDM په توګه یاده کړه.
خو په ۱۹۹۹ کال کې د روغتیا نړیوال سازمان اېم ار ډي اېم MRDM له دې لیسته لرې کړ ځکه هېڅ داسې نه ښې نه وې، چې د شکر ناروغي دې د خوارځواکۍ یا پروټین کمښت له امله رامنځته شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په ۲۰۲۲ کال کې د ویلور کرسچن کالج کې ترسره شوې یوې څېړنې څرګنده کړه، چې د لومړي او دویم ډول شکر ناروغۍ په هغو خلکو کې نه موندل کېږي، چې له کم وزن او خوارځواکۍ سره مخامخ وي.
ورته څېړنې دا هم څرګنده کړه، چې دا خلک ممکن د شکر ناروغۍ بل ډول یا د اېم ار ډي اېم MRDM ولري.
په ورته کال کې، په هند کې یوې څېړنې ۷۳ نارینه، چې د بدن ډله ییز شاخص بي اېم ای (BMI) یې ټیټ وو او د غریبو کورنیو پورې اړه درلوده معاینه کړل. له دې نه ۲۰ نارینه د خوارځواکۍ له امله د شکر په ناروغۍ اخته شوی وو.
دا څېړنه د ویلور کرسچن میډیکل کالج د لوړپوړي پروفیسور ډاکټر نهال توماس، د متحده ایالاتو د البرټ انشټاین د طب پوهنځي پروفیسور میرډیت کوکینز او نورو طبي متخصصینو لخوا ترسره شوې وه.
د ډاکټر فیلکس جیبازینګ په وینا، "د انډوکراینولوژي په اړه د ویلور نړیوال کنفرانس د تېر کال په جنورۍ کې د ویلور کرسچن میډیکل کالج کې ترسره شو، هالته پرېکړه وشوه، چې په دې موضوع څېړنې ته اړتیا ده چې اغېزمنو خلکو ته ځانګړې درملنه چمتو کړي."

د عکس سرچینه، Getty Images
ډاکټر فیلکس وايي، "عموما داسې فکر کېږي، هغه خلک، چې له خوارځواکۍ سره مخامخ دي د شکرې په ناروغۍ نه اخته کېږي. دې کسانو ته د لومړي یا دویم ډول شکرې ناروغۍ درمل ورکول زیان رسوي".
"دا مهمه ده، چې دا ډول څېړنې دوام ومومي او د پنځم ډول شکر ناروغۍ لرونکي خلکو ته ښه درملنه رامنځ ته شي. خلک او ډاکټران پرې خبر وي."











