"وېرېږم چې خلک به مې پرېږدي" - څنګه د عاطفي تړاو څلور ډولونه پر اړیکو اغېز کوي؟

روانپوهان وايي، د ملګرو او شریکانو د له لاسه ورکولو وېره د پالونکو، والدینو او ماشوم ترمنځ له لومړنیو اړیکو رامنځته کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، روانپوهان وايي، د ملګرو او شریکانو د له لاسه ورکولو وېره د پالونکو، والدینو او ماشوم ترمنځ له لومړنیو اړیکو رامنځته کېږي.

۲۳ کلنه سوفیا جانکووېچ تل وېرېده چې خپل ملګری به یې پرېږدي او یا به یې خورلڼې ترې خپه وي. دې لپاره به یې تل هغوی ته پیغامونه لېږل، او د ځواب ترلاسه کولو پورې به یې شېبې شمېرلې. که به یې ځواب ترلاسه نه کړ نو زنګ به یې واهه چې د هغوی له غږ یې رواني حالت معلوم کړي.

سوفیا وايي "ما په منطقي ډول نه فکر کاوه. ما له دې وېره درلوده چې هغوی به مې پرېږدي."

سوفیې د عاطفي تړاو اندېښمنه بڼه درلوده. یو داسې حالت چې ترې کړېدونکی کس نژدېوالي ته لېوال وي خو د رد وېره یې ځوروي.

روانپوهه جلینا سارېچ روښانوي چې د عاطفي تړاو ډولونه، چې په لومړنیو اړیکو کې له والدینو او پالونکو سره جوړېږي خو په بالغ حالت کې هم بڼه خپلوي، دا تعریفوي چې خلک څنګه احساساتي نژدېوالی تجربه کوي او قربت ته غبرګون ښيي.

د زړه تړل کېدو څلور اصلي تړاوونه شته: خوندي، ډډه کوونکی، اندېښمن او ګډوډ.

دا مفکورې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته دوو روانپوهانو جان بولبي او مري اېنسورټ رامنځته کړې. هغوی پر ماشومانو یو تجربه ترسره کړه ـ داسې چې ماشومان یې د لنډ وخت لپاره له خپلو میندو جلا کړل او بیا یې د هغوی غبرګون لیده او ارزوه.

د تجربې پر وخت د ماشومانو غبرګونونه بېلابېل وو. ځینو ماشومانو له موږ تر جلا کېدو وروسته ژړل، ځینې غلي او ارام وو او ځینو بیا لږ یا هیڅ غبرګون نښود. همدې روانپوهانو ته د عاطفي تړاو د رنګارنګۍ په اړه معلومات په ډاګه کړل.

نن، دا نظریه د ټیک ټاک او انسټګرام په څېر پلیټفارمونو کې مشهوره شوې. خلک له خپلو شخصي تجربو سره د تړاو سټایلونه تړي او خپلې مشورې شریکوي.

د انلاین روانپوهنې ازموینې هم شته چې له خلکو سره د خپل تړاو د سټایل پلټلو او موندلو کې مرسته کوي. د تړاو سټایلونو مختلف ډولونه ولولئ او وګورئ چې خپل سټایل پېژندلی شئ؟

اندېښمن تړاو

سوفیا وايي "کله چې له خلکو سره غږېږم، د هغوی د مخ احساسات څارم او فکر کوم چې هغوی د څه ډول غبرګون تمه لري".

"تل همداسې وه - زما له والدینو، ښوونکو او وروسته له ملګرو سره هم."

په ماشومتوب کې به هغې ساعتونه ساعتونه سبق وایه، د مسؤلیت یا شخصي انګېزې له کبله نه، بلکې دې لپاره چې "څوک پرې غوسه نه شي."

تر اوسه هم ډېر څه نه دي بدل شوي. دا وايي "که څه هم غواړم د اونۍ پای کې ارام وکړم، کله مې چې ملګري بهر ته د تګ بلنه راکړي،‌ نه ورته نه شم ویلی. وايم که مې رد کړي نو بیا؟"

د ساریچ په وینا، د اندېښمن تړاو سټایل د ځان په اړه د منفي تصویر او د نورو په باب له مثبت نظر سره مشخصېږي. له دې ډول حالت سره مخامخ وګړي دې ته اړباسي چې اړیکو ته غاړه کېږدي او هر تعامل ډېر تحلیل کړي. سوفیا مني "ځینې وختونه داسې انګېرم چې زه ډېره نور ته اړه یم."

"هیڅ فرق نه کوي چې څومره مینه یا ډاډ ترلاسه کوم، هېڅکله کافی نه وي."

ساریچ یادونه کوي چې دا رویې د هغو کسانو لپاره عامې دي چې د ماشومتوب په وخت کې یې د والدینو پاملرنې ته اړتیا لرله، خو دا توجه یې هېڅکله بشپړه نه ده ترلاسه کړې.

ډډه کوونکی تړاو

روانپوهان وايي، د تړاو اندېښمن او بوخت سټایل د ځان منفي انځور او د نورو په اړه د مثبت نظر لخوا په نښه کېږي.

د عکس سرچینه، ANTONIO BAT/EPA-EFE/REX/Shutterstock

د عکس تشریح، روانپوهان وايي، د تړاو اندېښمن او بوخت سټایل د ځان منفي انځور او د نورو په اړه د مثبت نظر لخوا په نښه کېږي.

کله چې خلک ډېر ور نژدې شي، انا تومیک، وايي دا "تښتي". انا وايي"دوامداره حضور زما لپاره ستومانه کوونکی دی، او ځینې وخت دمې ته اړه کېږم".

دا وايي دې لپاره چې یو څه فاصله او ځانته وخت پیدا کړي کله کله خو د خپل ملګري پیغامونو ته هیڅ ځواب نه وايي.

"کله چې څوک زما په په مخ کې ژاړي، زه نه پوهېږم چې څنګه غبرګون وښیم – نو ترې تېښته غوره ګڼم."

انا له خپلو ملګرو سره داسې اړیکه نه خوښوي چې هغوی خپلې ستونزې ورسره شریکې کړي یا "دایمي توجه" وغواړي. د خپلې خپلواکۍ اړتیا ساتلو لپاره، هغه ډېری وخت خپل اندونه او احساسات له نورو پټ ساتي.

روانپوهه ساریچ وضاحت ورکوي چې ګریزناک تړاو سټایل د ژورې وابستګۍ څخه ډډه کول او د ازادۍ لپاره د غیر صحي او له اضافي غوښتنې سره پېژندل کېږي. ساریچ زیاتوي، د ګریزناک تړاو سټایل لرونکي خلک خپلو شریکانو کې عیبونه لټوي او له ملګرو سره ځان په واټن کې ساتي.

د بند پاتې کېدو د مخنیوي لپاره، هغه کسان چې د ګریزناک تړاو سټایل لري، اکثراً له "نورو کسانو سره معاشقه کوي، د اړیکو مخه نیسي او جسماً ځان لرې ساتي".

"دوی پرځان باور لري، خو نه پر نړۍ او نورو خلکو."

ساریچ وایي "دا ډول ځانګړتیاوې هغه وخت چې والدین د ماشوم اړتیاوې پوره نه کړي، رامنځته کېږي نو دغه ماشومان دا زده‌کوي چې له نورو ډېره تمه ونه لري".

ګډوډ تړاو

کارپوهان وايي، د امنیت هغه احساس چې موږ په ماشومتوب کې نه درلود، اوس هم په بلوغ کې کرل کېدای شي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کارپوهان وايي، د امنیت هغه احساس چې موږ په ماشومتوب کې نه درلود، اوس هم په بلوغ کې روزل کېدای شي

مارکو پیتروویچ لپاره، اړیکې "د منډاچغ (ارغونچک) په څېر" دي.

هغه وايي "زه تل دې په منځ کې یم، له هغه چا چې غواړي ما سره وي، تښتم او د یوې ناممکنې اړیکې لپاره هڅه کوم ځکه چې زه د یوازېتوب وېره لرم."

مارکو د خپلو اړتیاوو په اړه بلکل پرېکړه نه کوي. هغه مني چې "زه نژدېوالی غواړم، یا زه ځای ته اړتیا لرم؟ زه لا هم نه پوهېږم."

ساریچ توضیح ورکوي چې ګډوډ تړاو سټایل اکثراً په هغو اړیکو کې رامنځته کېږي چې والدین یا ډارېدونکي وو، اوهم تل غصه کېدل.

"ماشومانو لپاره، پالونکی، داسې وي لکه د نړۍ استازولي چې کوي. دا ممکن له مینې او منلو ډک وي، یا وېره او تېری ورسره مل وي."

مارکو وايي ډېر کله په ریښتیا نه راضي کېږي. "ان وروسته له دې چې سخت کار کوم یو څه ترلاسه کړم، زه تل د عیبونو په لټه کې یم. که خبره د ژوند شریکانو وي، که کار یا عمومي ژوند کې وي."

ساریچ یې روښانه کوي چې دا "ډاروونکی فاتح" سټایل د نژدېوالي له غوښتنې سره په ګډه د ګډون کولو له وېرې سره مشخص دی. هغې زیاته کړه:

"هغوی ممکن د یو ممکنه شریک په اړه تصور وکړي یا د سختو اړیکو په لټه کې وي، یوازې د دې لپاره چې څه یې غوښتل ترلاسه کړي او ځان پرېښودلو لپاره پلمه پیدا کړي."

خوندي تړاو

کورنۍ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د خوندي تړاو سټایل لرونکي خلک، د ساریچ په وینا، هغه دي چې ماشومتوب کې یې احساساتي اړتیاوې پوره شوې وې.

د خوندي تړاو سټایل لرونکي خلک، د ساریچ په وینا، هغه دي چې ماشومتوب کې یې احساساتي اړتیاوې پوره شوې وې. هغوی په اسانۍ اړیکې جوړوي، په ډاګه غږېږي او د نیوکې پر وړاندې مقاومت لري.

سوفیا یادونه کوي چې دا مرسته کوي چې خپل احساسات له هغو کسانو سره چې ورسره نژدې یو تشریح کړئ. هغه وايي د وخت له تېرېدو سره هغه له دې ډېره پوهه شوې چې څه شی یې خپه کوي.

"دا مهمه ده چې ډېر زیات شیان شریک نه کړو او مسایل په منطقي توګه تشریح کړو".

ساریچ یادونه کوي چې د رواني درملنې یا د خوندي تړاو لرونکي شریک سره اړیکه کولی شي خلکو ته د لومړي ځل لپاره د روغې سټې نژدېوالي تجربه ورکړي.

"که موږ له خپلو والدینو سره خوندي نه یو، دا معنی نه لري چې د تل لپاره دې همداسې پاتې شي". هغه وايي "ډېر خلک اکثر خپل لومړی صحتمنه اړیکه د رواني چارو له متخصص یا درملګر سره تجربه کوي."

روانپوهانو موندلې چې د تړاو سټایل نه یوازې شخصي اړیکې بلکې پر کار یا نورو چاپېریالونو کې پر اړیکو هم اغېز لري. هغوی دا باور هم لري چې د تړاو سټایل ثابت نه دی او د اړتیا په صورت کې له پوهاوي یا درملنې سره بدلېدی شي.