تل نېغ کښېناستل ګټور نه وي، درې نورې بڼې در پېژنو

د عکس سرچینه، Getty Images
موږ تل اورېدلي چې "نېغ کښېنئ" دا مو روغتیا ته ګټه لري. اوږې شاته ونیسئ او اورمېږ مو لکه لرګی سیده وساتئ خو دا هغومره چې ویل کېږي ښایي سم نه وي. ډاکتر او د بي بي سي خبریال ښاند ون تولیکن وايي، په هغه څه چې د صحې ناستې په اړه پوهېږو وخت یې تېر دی.
دی وايي واقعیت دا دی چې که ځان ټوله ورځ نېغ نیسئ، ښايي تر ګټې یې تاوان ډېر وي.
دلته د صحي کښېنستا نورې بڼې درپېژنو چې د هر چا روغتیا ته ګته لرلی شي، په تېره بیا هغو خلکو ته چې په دفترونو کې د مېز ترشا کار کوي.
په دوامدار ډول وخوځېږئ

د عکس سرچینه، Getty Images
بدن باید تل وخوځېږي، ډېره موده په یوه حال ونه ساتل شي. ستاسې بدن ته تر ټولو ډېر تاوان هله رسېږي چې ساعتونه په یوه حالت کې ناست واوسئ، هغه که د مېز ترشا وي، پر کوچ یا دوشک وي او یا هم د خپل موبایل په سکرین کې مو سترګې خښې کړې وي.
ډاکتر ښاند وايي خپل ناستی بدل رابدل کړئ.
سره له دې چې نن سبا کمربندونه، د شا پټۍ او داسې څوکۍ شته چې ستاسې ژوند بدلولی شي خو د ورځې په اوږدو کې باید وخوځېږئ راوخوځېږئ.
سمه ده چې یو پوست دوشک یا دفتري عیارېدونکې څوکۍ مو ناستی ډېر آرامولی شي یا دا چې پر ځان له تړلي کمربند سره در په یادېږي چې خپل ناستي ته پام وکړئ، خو یو یې هم د خوځېدو، ځواک او خپل بدن ته د غوږ نیولو ځای نه شي نیولی.
ډاکتر ښاند وايي "تاسې به تر ټولو ښه څوکۍ لرئ، خو چې اته ساعته پرې ناست واوسئ بیا به مو هم ملا درد کوي."
دی وایي د ملا او اورمېږ لپاره داسې وسایل شته چې ویل کېږي ناستي ته مو ګټه لري خو د هغو له امله به تاسې په یوه حالت کې ناست یاست، ډېر خوځښت به نه لرئ.
دی زیاتوي، هڅه وکړئ ودرېږئ، خپله شخي وباسئ، له کاره وقفه واخلئ، آن د څو لنډو شېبو لپاره د خپل بدن د حالت تغییر هم په تاسې کې ډېر بدلون راوستلی شي.
ځان قوي کړئ، خو د شخ پاتې کېدو مخنیوی وکړئ
ښه ناسته د عضلاتو د پیاوړتیا په مرسته کېږي، خو په دې معنا نه ده چې هرو مرو کلب یا جېم ته ولاړ شئ او ښه سپورت لوبغاړی واوسئ.
ډاکتر ښاند وايي دوامدار تمرین وکړئ چې د نس او شا عضلې مو کلکې شي.
ساده حرکتونه شته چې عضلې مو پیاوړې کولی شي، لکه لاسونه اوچتول او خپل سر ښی او کیڼ لاس ته غړول کولی شي ستاسې د بدن شخوالی له مینځه یوسي او هوسا مو کړي.
دی ټینګار کوي، زموږ بدن باید خپل وزن وزغملی شي.
آزاد تمرینونه او یوګا زموږ د بدن عضلې نرمولی شي او دردونه له مینځه وړلی شي.
د فکربڼه مو بدله کړئ

د عکس سرچینه، Getty Images
ښه ناستی یوازې په عضلاتو نه کېږي، د فکر کولو بڼه مو هم مهمه ده.
زموږ ناسته پاسته، درېدل او خوځښت ښيي چې موږ د خپل کار له امله څومره تر فشار لاندې یو.
د کمپیوټر ترشا کوپې اوږدې ناستی ښيي چې څومره پر تاسې فشار دی، نو مهمه ده چې د خپل کار په اړه خپل فکر او چلند هم بدل کړئ.
ډاکتر ښاند وايي، درد یوازې د عضلو له امله نه وي، احساسات او رواني وضعیت هم په کې ونډه لري.
دی وایي، پخوا به خلکو ته ویل کېدل چې د مېز تر شا سم کښېنئ خو دا یې په پام کې نه نیول چې درد د فشار، دوامدارې ناستې او د تمرین له نشتوالي هم پیدا کېدای شي.
د ده په وینا د خپل ناستي د سمولو ترڅنګ خپل کاري مهالوېش کې بدلون هم په پام کې ونیسئ. کله نا کله د ناسم ناستي لامل نورې روغتیايي ستونزې وي چې باید ډاکتر ته مراجعه وشي.











