ذهني روغتیا څه ته وايي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ډاکټر فضل هادي وردګ
- دنده, برتانیا
د روغتیا د نړیوالې ټولنې په اند یوازې د ناروغیو او فزيکي معلولیتونو نشتوالی روغتیا نه ده، بلکې دا د یوې بشپړې جسماني، ذهني او ټولنيزې هوساینې حالت ته ویل کېږي.
ذهني روغتیا هغه هوسا حالت دی چې بنیادم پکې پر خپلو وړتیاوو باور ولري، د ژوند له ورځنیو مسایلو سره د مخامخېدو سېک او توان ولري، رغنده کار وکولای شي او د خپلې ټولنې په ښېرازی او پرمختګ کې ونډه واخیستلی شي.
که موږ خپلې سیمې او ټولنې ته د دغو تعریفونو په رڼا کې وګورو، نو د جسماني او ذهني روغتیا په ډېر بد حالت کې ژوند تېروو او د تېرو څلوېښتو کالو جګړې مو د نورو ویجاړیو تر څنګ روغتیایي بنسټونه هم سخت ځپلي دي.
په افغانستان کې په ذهني ناروغیو د اخته خلکو کره شمېر نه ده معلومه، خو د روغتیا د نړیوالې ټولنې د اټکل له مخې تر یو مېلیون زیات کسان په خپګان یا ډېپرېشن او تر ۱،۲ مېلیونه ډېر خلک په وسواس یا انزایټي اخته دي.
له بده مرغه ډېری دغه ډول ناروغان او کورنی یې په دې نه پوهېږي چې دوی ذهني ناروغي لري او له بلې خوا روغتیایي آسانتیاوو او مسلکي روغتیاپالو او ډاکټرانو ته لاسرسی هم نه لري.
هغه ناروغان چې سایکاټېک دی یعنې په هغه څه باور او عقيده لري یا یې ويني او اوري چې په حقيقت کې وجود نه لري خلک یې لېونیان بولي او له کړاوونو ډک ژوند تېروي.

د عکس سرچینه، AFP
زموږ په ټولنه کې د دغو ناروغیو په اړه د ناپوهۍ له وجې داسې ناروغان بې ځایه ځورول کېږي لکه مثلاً زیارتونو کې یې په ځنځيرونو تړي یا یې کوډګرو ته بیایي چې هغوی یې هم په بېلابېلو بڼو ربړوي.
په اوسنۍ زمانه کې د ډېری دغه ډول ناروغیو لپاره درملنه شته چې ناروغان یې کولای شي بېرته نږدې نارمل یا عادي ژوند ته راستانه شي، د خپل کور، کلي او ټولنې موثر غړی او پرځان بسیا شي.
په بریتانیا کې هر څلورم کس په کال کې له یو نه یو ډول ذهني ستونزو سره مخامخېږي چې له عامو ذهني ناروغیو لکه وسواس او خپګان نيولې تر سایکوسس لکه سکایزوفرينیا یا بایپولر پورې رسېږي.
یوه بله سروې ښیي چې په انګلستان کې له څلور تر لس سلنه خلک په خپل ژوند کې له خپګان یا ډېپرېشن سره مخامخېږي.
دا ناروغي نر او ښځه، زوړ او ځوان نه ګوري او په یوه څېړنه کې خو د بریتانیا نږدې څلور سلنه له پينځو تر شپاړس کلنو ماشومان په وسواس یا انزایټي یا ډېپرېشن اخته ښودل شوي وو.
په ژوند کې هر څوک له لوړو او ژورو تېريږي او ډېر شیان د بنیادم د طبعیت د خټه کېدو یا خپه کېدو سبب کېدای شي چې دا پېښو ته د انسان نارمل عکس العمل دی او کومه ناروغي نه ده، خو که دغه خپګان او نورعلایم یې له څو ورځو، اونیو او میاشتو ته اوږده شي او د انسان ژوند، کاروبار یا لیک، لوست اغېزمن کړي دا نو بیا یو مرض دی چې علاج یې په کار دی.
د خپګان یا ډېپرېشن نښې نښانې بلا ډېرې دي چې له ناخوښۍ او ناهيلۍ نيولې تر ژړه غوني کېدو(ژړېدو) پورې رسېږي.
دغه ډول ناروغان په هغو چارو کې چې پخوا به یې په مينه، لېوالتیا او تلوسه تر سره کولې خپله دلچسپي له لاسه ورکوي.
ځينې یې بیا د وسواس علایم هم لري لکه ناکراره او په خشم وي، وېره او ډار لري او خپلو چارو ته پاملرنه نه شي راټولولای. ځينې یې فزيکي علایم لري لکه هر وخت ستړي ستومانه وي، بدن یې خوږيږي، بې خوبه او یا هم ډېر ويده کېږي، د خوړو اشتها له لاسه ورکوي او کوروالي ته یې زړه نه کېږي.
له ملګریو سره له ناستې پاستې ډډه کوي او هڅه کوي له ټولنې ځان ګوښې ته کړي. د شديد ډېپرېشن ځينې ناروغان له ژونده بېزاره کيږي او د ځانوژنې فکر ورته پیدا کېږي.

ځينو مېندو ته د ماشوم له ولادت وروسته خپګان یا ډېپرېشن پیدا کېږي چې ښایي یوه وجه یې د بدن فزيکي او هارموني بدلونونه وي او لکه دا نور خپګان د دې هم درملنه په کار ده.
په بایپولر ډس آرډر کې د خپګان څپې د مېنیا یا لوړ موډ (ډېرې او بې ځایه خوشالۍ) سره مل وي او ناروغ پکې له سده وتلی وي او په هر څه کې افراط کوي.
ځينې بیا په خاص موسم کې ډېپرېس کېږي لکه د شمالي اروپا په ژمي کې چې آسمان اکثره ورېځ وي او د ژمي ډېپرېشن یې بولي.
د خپګان یا ډېپرېشن او غم تر منځ توپير دا دی چې غم د یوه نږدې او ارزښتناک شي د بایللو یا له لاسه ورکولو په مقابل کې یو طبيعي غبرګون دی، په داسې حال کې چې ډېپرېشن یوه ناروغي ده.
کله کله خو په ژوند کې یوه لویه پېښه لکه غم، د دندې له لاسه ورکول، کورنی لانجې، اقتصادي ستونزې او یا هم لکه مخکې مو چې وویل د ماشوم پیدا کېدل د خپګان یا ډېپرېشن سبب کېږي، خو پرته له کومې ځانګړې وجې هم یو کس په دې ناروغئ اخته کېدای شي.
همدا رنګه له ملګریو او خپلوانو بېلتون، د ډېرو شرابو، مخدره موادو او چرسو څکول هم د دې ناروغی سبب کېدای شي.
اوږد مهاله ناروغی لکه د زړه رنځونه او سرطان یې هم وجه کېدای شي. د عامو خلکو په نسبت هغوی چې نږدې خپلوان لکه موروپلار یا خویندې وروڼه یې ذهني ناروغي ولري په دې ناروغیو د اخته کېدو امکان یې لږ څه زیات وي.

د عکس سرچینه، Getty Images
څومره ژر چې د ذهني ناروغیو درملنه پیل شي نو همدومره ژر به یې ناروغان له بدو پایلو وژغورل شي. خو له بده مرغه چې په هېواد کې یې ټول خلک نه خو د درملنې مرکزونو او ماهرينو ته لاسرسی لري او نه په ټولنه کې د پوهاوي د رامنځته کولو اغېزمنې هڅې تر سترګو کيږي.
د دې ناروغیو په درملنه کې د ژوند په طریقه کې مثبت بدلون لکه ورزش، سیل او تفریح، عبادت او مطالعه، د مسلکي روغتیاپالو له خوا یې د خبرو او مشورو په ذريعه تداوي چې په لنډه یې سي بي ټي بولي او هم د ډاکټرانو په سلا بېلا بېل دارو درمل شامل دي.
څېړنو ښودلې ده چې له نورو کسانو سره د خپلو پرابلمونو یا مسلو شریکول، خبرې کول او د زړه غوټې پرانيستل له ډېپرېشن نه په راوتلو کې ډېره مرسته کوي.
ځکه خو خوشال بابا څو سوه کاله پخوا ویلي وو چي:
غم په زړه کې بد غليم دی
څو توانېږې خواروه یې
یا تېره توره راواخله
څو چې وي همواروه یې
یا غمخوار چېرته پیدا کړه
ورته کښېنه ښکاروه یې
یا فریاد فریاد فریاد کړه
ژاړه تار په تاروه یې
یا خوشال غوندې زړه راوړه
ځای یې کړه انباروه یې








