هرات کې د ځانوژنې پېښې، ٪۹۰ یې ښځې دي

- Author, محمد قاضي زاده
- دنده, بي بي سي
د افغانستان لوېدیځ هرات ولایت کې ځايي چارواکي د هغو ناروغانو لپاره د یوه ځانګړي او پرمختللي روغتون جوړېدو غوښتنه کوي، چې زهري توکي خوري او د ځانوژنې هڅه کوي.
د هرات ځایي چارواکو د هغو ناروغانو د درملنې لپاره چې د زهري توکو په خوړلو سره د ځانوژنې هڅه کوي د یوه ځانګړي او پرمختللي روغتون د جوړولو غوښتنه کړې.
د هرات مرکزي روغتون چارواکي وایي اوس د ناروغانو په وجود کې د زهرو د شنډولو دارو نه لري.
سره له دی چې له دې شمېره یوازې دېرش تنه مړه شوي، خو ډاکټران وایي ژغورل شوي ناروغان به هم ښایي تر دې وروسته هم د زهرو ناوړه اغېز احساس کړي.
هرات روغتون ته هره ورځ د چارواکو په وینا له څلورو نه تر اوه تنه هغه کسان راوړل کېږي چې د خطرناکو دواوو په خوړولو سره د ځان وژنې هڅه کوي.
د هرات مرکزي روغتون د بېړنیو خدمتونو څانګې مشر ډاکټر عزیزالرحمن جامي وایي، په هرات کې د زهرو د شنډولو دارو نه شته او د ځانوژنې د هڅو پېښې هم ډېرې دي، نو په وینا یې باید یو ځانګړی صحي مرکز یوازې د همدې پېښو لپاره جوړ شي:

''دا مسموم ناروغان ډېری ځانګړې تخصصي پاملرنې ته اړتیا لري، خو د دې ځانګړې تخصصي پاملرنې امکانات اوس نه لرو. مثلاً ځینې دا ډول ناروغان ''پاد'' زهر ته اړتیا لري. داسې دوا چې په وجود کې زهر شنډ کړي. دا نه په روغتون کې لرو او نه په بازار کې ورته په اسانۍ لاسرسی شته.''
که څه هم چارواکي دا ردوي چې د زهرو ضد دوا د نشتوالي له کبله دې څوک مړه شوي وي، خو همدا چې زهري توکي په پرېمانه کچه خرڅېږي چې لویه اندېښنه یې رامنځ ته کړې:
''زموږ رسمي درملتونونه مخدره داروګان اکثراً د ډاکټر له نسخې پرته پلوري. تردې خطرناک هم په دوکانونونو کې د موږک د دوا په څېر د زهري موادو شتون دی چې یو ماشوم هم کولی شي ورشي لږ پيسې ورکړي او ترلاسه یې کړي.''
په تېر ۱۳۹۵ کال کې د چارواکو په وینا په هرات کې زرو تنو د زهري توکو په خوړلو سره د ځانوژنې هڅه کړې، چې ۹۰ سلنه یې ښځې وې. ویل کېږي یوازې ۳۰ تنه پکې مړه او پاتې ټول ژغورل شوي.
خو د هرات روغتون د داخله څانګې یو ډاکټر محمد نبیل فقیریار وایي، د زهرو ناوړه اغېز به د ناروغ په وجود کې تر ډېره پاتې وي:


''دا د انسان وجود د مختلفو ننګونو سره مخامخ کوي. ښایي د یوه ناروغ په اړه راپور کې ووایو دا ښه شوی، خو امکان لري څو میاشتې وروسته د زهرو ناوړه پایلې د بلې ناروغۍ په شکل بېرته راڅرګندې شي. که ډاکټر د ناروغ په پخواني حالت نه وي خبر ښایي د ناروغ په اصلي ستونزه پوه نه شي.''
ځایي چارواکي وایي کورنۍ ستونزې او فشارونه، خواشینتوب او رواني اختلالات د ځانوژنو اصلي لاملونه دي.
ډاکټران وایي لږ شمېر داسې کسان هم لیدل کېږي چې د ځانوژنې قصد نه لري، خو د کورنۍ د نورو غړو د پام د وراړولو لپاره زهري مواد خوري. دوی وایي خلک باید د دې ډول اقداماتو په منفي پایلو وپوهول شي.









