د ‌ذهني ناروغیو د زیاتوالي اندېښنې

Graphic

د عکس سرچینه، Other

د بریتانیا د روغتیايي ادارې (NHS) شمېرې ښيي چې انګلستان کې د ۱۶-۶۴ کلنو خلکو شپږمه برخه ذهني ستونزې لري.

د کورنې یو غړی، ګاونډی یا یو همکار مو کېدای شي یوه ذهني ستونزه ولري.

په دغو شمېرو کې لا هغه ذهني ستونزې نه دي شاملې چې دومره ډېر عمومیت نه لري. نو کېدای شي د ستونزو کچه لا نوره هم لوړه وي.

هیله کېږي چې لومړۍ وزیره تیریزا می به په نژدې راتلونکې کې ځینې روغتیايي پلانونه اعلان کړي. د لاندینیو لسو جدولونو څخه ښکاري چې دا ستونزه څومره غټه ده.

۱. ستونزې په زیاتېدو دي

داسې ښکاري چې ستونزې مخ په زیاتېدو دي- یا لږ ترلږه د هغو کسانو په منځ کې چې د ناروغۍ جدي علامې لري. په داسې حال کې چې د اغېزمنو خلکو شمېر په تېرو څو کلونو کې زیات نه ښکاري، خو که یوڅه نور هم وړاندې لاړشو وینو چې په ستونزو کې پرلپسې زیاتوالی راغلی دی.

په انګلستان کې د روغتیايي ادارې څېړنې ښيي چې ذهني ناروغۍ په ښځو کې زیاتې دي.

ولې داسې ده؟ شک نشته چې تر یوه حده له دې امله ده چې خلک معمولا نه غواړي د خپلو ‌هنې ستونزو په اړه وغږېږي.

کارپوهان وايي په ذهني ناروغیو ځینې اخته کسان خپل ځان ته زیان رسوي. ۲۰-۳۰ کاله پخوا دا ستونزه سمه نه وه پېژندل شوې.

دا هم روښانه ده چې د یو ویشتمې پیړۍ ژوند ځینو خلکو ته ستونزې پیداکړې. اقتصادي نامطمینه حالت، ټولنیزې رسنۍ، د رسنیو اغېز او د ژوند په اړه د هیلو زیاتېدل- د ستونزو د علتونو په کتار کې یادېږي.

۲. اوس تر ډېره ښځې په ذهني ستونزو اخته کېږي

اوس په ذهني ناروغیو باندې د ښځو د اخته کېدلو شونتیا زیاته ده.

له هرو پنځو ښځو څخه یوه یې له ذهني ستونزو شکایت کوي، په داسې حال کې چې په انګلستان کې له هرو ۸ نارینه وو څخه یو یې دا ډول ستونزه لري.

په ځانګړي ډول په ځوانو خلکو کې د ذهني ستونزو د رامنځته کېدو شونتیا ډېره ده.

په دې اړه ځینې نظریات او اټکلونه وړاندې شوي دي. ویل کېږي چې په تېرې لسیزې کې د اقتصادي نامعلومه وضعې له امله ځوان خلک په ځانګړي ډول اغېزمن شوي، ځکه چې د کار موندل ورته ګران شوي.

ارواح پوهان او د ذهني روغتیا کارکونکي تر ډېره دا پوښتنه کوي چې ایا ټولنیزې رسنۍ او آنلاینې ځورونې به پر ځوانانو څومره فشار زیاتوي.

علتونه چې هرڅه وي، خو کارپوهان واي د ذهني ستونزو کچه په حیرانونکي ډول لوړه شوې ده.

۳. خو په نارینه وو کې د ځان وژنې شونیتیا ډېره ده

د ذهني ستونزو له امله په زرګونو کسان خپل ځانونه وژني.

هر کال په بریتانیا کې ۶،۰۰۰ کسان خپل ځان وژني چې دا تر ۴۹ کلنۍ پورې په نارینه وو کې د مړینې تر ټول ستر علت ګڼل کېږي. د ځان وژنې د ټولو ارقامو ۳ پر ۴ برخه د نارینه وو ده.

پر دې بنسټ چې په هرو ۱۰۰ زرو کسانو کې څومره کسان ځانونه وژني، د هېواد په بېلابېلو سیمو کې توپیر لری. په انګلستان کې د ځان وژنې کچه ترټولو ټیټه، په شمالي آیرلینډ کې ترټولو لوړه او سکاټلینډ او ویلز دواړه یوشان منځنۍ کچه لري.

۴. ذهني ستونزې معمولا د ژوند په لومړیو کې رامنځته کېږي

په بریتانیا کې ذهني ستونزې په ځوانانوکې عمومیت لري.

په حقیقت ډېری ذهني ستونزې د ماشومتوب په وخت کې یا کله چې شخص ځوان بالغ وي رامنځته کېږي. د دې ستونزو ۳ پر ۴ برخه تر ۲۴ کلنۍ پورې په بشپړ ډول څرګندېږي.

ذهني ناروغي

نو ځکه اوس د ماشومتوب ذهني ناروغیو ته ډېر پام کېږي. په ۲۰۱۵ کې، د بریتانیا حکومت ژمنه وکړه چې د ماشومانو او نویوځوانانو ذهني روغتیا لپاره به بودیجه زیاته کړي.

۵. په بودیجې کې د ذهني روغتیا برخه کمه ده

په انګلستان کې د لویانو خدمتونو لپاره هم نورې پیسې په پام کې نیول شوې دي. د ماشومانو خدمتونو په ګډون پانګه اچونه په دې معنا ده چې تر ۲۰۲۰-۲۱ پورې به د ۲۰۱۵-۱۶ پرتله یو اعشاریه اته ویشت میلیارده پونډه اضافي پیسې ولګول شي.

وزیران وايي دا پيسې به د ذهني روغتیا پر بیړنیو خدمتونو او نویو میندو سره د مرستې لپاره ولګول شي. ځکه چې د ماشوم د زیږولو په لومړي کال کې له هرو پنځو څخه یوه مور له ذهني ستونزو ځورېږي.

Chart on mental health budget

خو تېرکال د کینګز فنډ روغتیايي څېړنیزه مرکز یوې څېړنې ومونده چې په ۲۰۱۵-۱۶ کې د انګلستان د ۴۰ سلنې ذهني روغتیا مرکزونو بودیجه په حقیقت کې کمه شوې وه.

حکومت ژمنه کړې چې وضعه به ښه کړي. دا کار باید وکړي.

په داسې حال کې چې د بریتانیا د روغتیايي ادارې (NHS) د فعالیتونو ۲۳ سلنه برخه پر ذهني روغتیا راټوله ده، د ذهني روغتیا مرکزونو په وروستیو کلونو کې یواځې د بودیجې تقریبا ۱۱ سلنه برخه ترلاسه کړې.

د بریتانیا په نورو سیمو کې اضافي پانګونې کېدونکې دي. په دې وروستیو کې په ویلز او سکاټلینډ کې نوي پلانونه اعلان شوي دي.

خو د فزیکي ناروغیو د لګښتونو پرتله په انګلستان کې پر ذهني روغتیا د لګښت کچه ټیټه ده.

۶. د ټابلیټ خوړونکو هېواد

د پانګې اچونې له ژمنو سره د خدمتونو د لاښه کولو هیلې هم ملګرې وې- په تېره بیا په دې برخه کې چې خلک وکولای شي ژر روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ومومي.

په ۲۰۱۶ کې، حکومت په انګلستان کې د روغتیايي ادارې لپاره ځینې هدفونه وټاکل چې ناروغان به څومره وخت روغتیايي خدمتونو ته انتظار باسي. دا په دې معنا وه چې د ذهني ناروغانو د درملنې لومړی پړاو به چې هغې کې روغتیايي کارکونکي له ناروغانوسره د خبرو کولو له لارې ذهني درملنه پیل کوي په ۱۸ اوونیو کې دننه پیل کېږي او هغه کسان چې د لومړي ځل لپاره په کې د لیونتوب نښې څرګندې شوې وي باید لږ ترلږه د هغوې نیمه برخه کسان په دوو اوونیوکې تر درملنې لاندې ونیول شي.

شمالي آیرلینډ، ویلز او سکاټلینډ په دې برخه کې ځان ته خپل هدفونه ټاکلي دي.

خو تراوسه د درملنې لپاره په عمومي توګه له داروګانو او درملو څخه کار اخیستل کېږي. په تېرو لسو کلونو کې د یولړ ذهني ناروغیو لکه پریشاني، ژورخپګان، د وارخطايي حملو او ځینو نورو لپاره د بیلابیلو درملو کارول څه باندې دوه ځله زیات شوي دي.

د هغو خلکو شمېر ډېر شوی چې د ژورخپګان ضد درمل ترلاسه کوي.

خو د درملو ورکولو په برخه کې د ډاکټرانو په چلند کې هم بدلون راغلی. ډېری ډاکټران اوس ناروغانو ته د اوږدې مودې لپاره درمل ورکوي ځکه ځینې داسې شواهد شته چې ښيي دا طریقه اغېزمنه ده.

خو سره د دې چې د ژورخپګان ضد درملو کارول عام شوي دي، ډېر ذ‌هني ناروغان وايي چې د وی سره مرسته نه ده شوې.

د روغتیايي ادارې شمېرې ښيي له هرو دریو کسانو چې پوښتنه ورڅخه شوې یوه ویلي چې درملنه یې ترلاسه کړې ده.

۷. ډېر ذهني ناروغان په روغتون کې د خوندي ساتلو په خاطر نیول کېږي

په انګلستان کې د هغو خلکو شمېر په ډېرېدو دی چې د ذهني ناروغیو د قانون له مخې نیول کېږي.

منتقدین وايي هغو ناروغانو ته چې په کړکېچن حالت کې وي یواځې دومره کافي درملنه ورکول کېږي چې روغتیايی حالت یې ثبات ومومي او له دې وروسته له وخت نه وړاندې خپل کور ته بېرته استول کېږي د دې لپاره چې په روغتون کې پر بسترونو فشار کم شي.

نو ځکه هغوی بیا له کړکیچن حالت سره مخ کېږي او بیا نیول کېږي. ځینې خلک په وار وار نیول شویدي او روغتیايي وضعه یې هیڅکله نه ده سمه شوې.

۸. له کوره لیرې

پر روغتیايي سیستم باندې یو بل فشار دا دی چې ناروغان باید له لېرې ځایونو څخه ځان د درملنې ځای ته ورسوي.

تېرکال یو لوی رپوټ دا مسله په ډاګه کړه چې په زرګونو ناروغان څه باندې ۳۰ میله لیرې روغتیايي خدمتونو ته استول کېږي.

په ځینو کلیوالو سیمو کې، د روغتیايي خدمتونو ترلاسه کولو په خاطر اوږده سفرونه کم نه دي. خو رپوټ وايي چې ان په ښارونو کې چې هلته باید د روغتیايي خدمتونو ترلاسه کول اسانه وي، وضعه د منلو وړ نه ده.

د بریتانیا طبي ټولنه وايي وضعه په ښه کېدو نه بلکې په خرابېدو ده.

دا ټولنه وايي، د هغو ناروغانو په شمېر کې چې د درملنې لپاره له خپلې سیمې بهر استول کېږي "د حیرانتیا وړ زیاتوالی" راغلی. د ۲۰۱۴-۱۵ او ۲۰۱۶-۱۷ ترمنځ مودې کې دا شمېره نژدې ۴۰ سلنه ډېره شوې ده.

۹. خو ټول خبرونه بد نه دي...

د پولیسو له خونو څخه د ذهني ناروغانو لپاره کار اخیستل د سترو شکایتونو سبب شوی و.

ډ ډیون او کورنوال د سیمې د پولیسو مشر، پول نیدرټن، په ټوېټر ولیکل "د منلو وړ نه ده" چې په ۲۰۱۵ کې یوه ۱۶ کلنه نجلۍ د دوو ورځو لپاره د پولیسو په مرکز کې ساتل شوې وه ځکه چې په روغتون کې تش بسترونه نه وو موجود.

له دې امله د پولیسو افسران خوښ نه وو، او د ناروغانو کورنیو هم شکایت کاوه چې ولې باید یو ذهني ناروغ د پولیسو په خونه کې وساتل شي.

خو اوس دا ډول پېښې کمې شوې دي- لږ ترلږه په انګلستان او ویلز کې، خو په داسې حال کې چې د سکاټلینډ ارقام ښيي چې کېدای شي هلته دا ډول پېښې لا ډېرې شوې وي.

د پولیسو د مشرانو د شورا شمېرې ښيي چې په ۲۰۱۴-۱۵ کې په انګلستان او ویلز کې د دغه ډول پېښو شمېر له ۴،۵۰۰ څخه څه باندې ۲،۰۰۰ ته را ټیټ شوی دی.

یوه بله اداره، ان پي سي سي، هم وايي چې له ۱۸ کلو نه کم عمر درلودونکو کسانو لپاره دا شمېرې لا کمې شوې او په ۲۰۱۵-۱۶ کې یواځې ۴۳ پېښو ته را ټیټې شوي.

۱۰. د بدلون وخت را رسېدلی

خو ښايي د ذهني روغتیا په برخه کې تر ټولو هیله من بدلون دا وي چې د ذهني روغتیا په هکله د خلکو چلند په بدلېدو دی. مخکښو خیريه موسسو، ماینډ (Mind) او ریتېنک (Rethink) په ۲۰۰۹ کې د دغه ډول بدلونونو په خاطر یو عمومي کمپاین پیل کړ. د لاټرۍ ادارې او حکومت هم د دې کمپاین ملاتړ وکړ.

د ذهني روغتیا په هکله د هېواد د خلکو د چلند په اړه، د می په میاشت کې د یوې وروستۍ څېړنې موندنې ښيي، چې په انګلستان کې اوس ډېر خلک دې ته زړه ښه کوي چې یو ذهني ناروغ سره نژدې ځای کې کار یا ژوند وکړي.

کپماین کوړنکي وايي دا پرمختګ د ستاینې وړ خو کافي نه دی.

د مثبتو بدلونونو ترڅنګ، له لسو څخه نژدې ۹ تنو ذهني ناروغانو ویلي چې له توپیري چلند سره مخ شوي او ځینې خلک دوی ته په ښه سترګه نه ګوري.

داسې ښکاري چې د مثبتو بدلونونو سره سره اوږده لاره په مخ کې ده.