ولسمشرۍ ماڼۍ ته څېرمه د حوثیانو او پوځ ترمنځ نښته شوې

د عکس سرچینه، EPA
د یمن پلازمېنه صنعاء کې د ولسمشر دفتر ته څېرمه د شیعه حوثیانو او یمني پوځ ترمنځ د دوشنبې پر ګهیځ وختي سخته نښته شوې ده.
عیني شاهدانو بي بي سي ته ویلي، د چاودنو غږونه یې اورېدلي چې بیا وروسته د سپکو او درنو وسلو غږونه هم واورېدل شول.
رپوټونه وايي، ولسي وګړي وارخطا شول او د نښتې له سیمې وتښتېدل.
د یمن د ولسمشرۍ دفتر ته یوې نژدې سرچینې بي بي سي ته وویل، د دوشنبې پر ګهیځ وختي شیعه حوثیانو د ولسمشرۍ ماڼۍ ته څېرمه ګڼ وسله وال ځای پرځای کړل، چې په مقابل کې یې د یمن پوځ غبرګون وښود.
حوثیانو غوښتل د ولسمشرۍ ماڼۍ ته ننوځي، خو پوځ یې مخه ونیوه.
د حوثیانو یوه اړوند تلویزیون ویلي، د ولسمشرۍ د دفتر ځانګړو ساتونکو د حوثیانو د تلاشۍ پر ځینو پوستو بریدونه وکړل.
صنعاء او د یمن ګڼې نورې سیمې د یمن د ولسمشر ددفتر د رییس احمد بن مبارک تر تښتول کېدا وروسته ناامنه شوې دي.

د عکس سرچینه، AP

د عکس سرچینه، AP
قبایلي وسله والو په شبوه ولایت کې د حکومت پر ځینو دفترونو بریدونه کړي، او د حضرموت ځینو نورو قبیلو بیا په دوو ولایتونو کې د تېلو د تولید چاره درولې ده.
بن مبارک د حوثیانو له خوا وتښتول شول، چې نوموړی د جنوبي شبوه ولایت اوسېدونکی و.
په یمن کې سیاسي نارامي وروسته تر هغه ډېره شوه، چې په ۲۰۱۱ کال د دغه هېواد پخوانی ولسمشر علي عبدالله صالح د پراخو لاریونونو له کبله استعفا کولو ته اړ شو.
حوثیانو له دې خلا په ګټې اخیستو د یمن ځینې سیمې ونیولې، او پلازمېنې ته یې هم لاره وکړه.

د عکس سرچینه، EPA








