ایران ته د یمن خبرداری
د یمن ولسمشر عبدرابوح منصور هادي، ایران ته خبرداری ورکړی چې د هېواد په کورنیو چارو کې دې يې لاس وهنه نه کوي.
ښاغلی هادي دا خبرې له هغه وروسته کوي چې د کورنیو چارو وزیر يې خبر ورکړ چې د ایران د سپاه پاسداران یو پخوانی مشر يې نیولی دی.
د یمن د کورنیو چارو وزیر ويلي و چې دغه نیول شوی ایرانی په یمن کې د هغه هېواد د استخباراتي کړیو یو غړی دی.
د کورنیو چارو وزیر زیاته کړې چې د ایران د استخباراتي کړۍ څو نور غړي يې هم نیولي دي.
هغه وويل دغې ډلې په افریقا کې فعالیتونه کول خو مرکز يې د یمن پلازمېنه صنعا ټاکلې وه.
تر دې وړاندې، د همدې کال په لومړيو کې یمن ته د امریکا سفیر هم ایران په هغه هېواد کې په اوبو خړولو تورن کړ.




