یمن قحطۍ ته نږدې کړی دی
یمن کې روانې کورنۍ جګړې د منځني ختيځ دغه هېواد قحطۍ ته نږدې کړی دی.
وروسته له هغه چې د یمن حکومت د حوثي یاغیانو لخوا وپرځول شو، د سعودي په مشرۍ یو اېتلاف چې ځېنو سېمه ییزو او لوېدیځو هېوادونو یې ملاتړ کاوه دلته د یاغیانو د ځپلو په موخه هوايي برېدونه پيل کړل.
پر دغه کړکېچ ۱۸ میاشتې واوښتې. شاوخوا دوه میلیونه کسان یې له خوارځواکۍ سره مخ کړي چې یو نیم میلیون یې ماشومان دي.
د بي بي سي د عربي څانګې نوال ال مشافي داسې یوې سېمې ته ورغلې چې مرستندویه ټولنې پکې نور کار نه شي کولی.
د دغه رپوټ ځېني برخې ښایي زړه بوږنونکي وي.