په یمن کې د سعودي په مشرۍ د بمباریو کمپاین
بي بي سي یمن کې د هغو ولسي وګړو کړاو لیدلی چې په دغه کورنۍ جګړه کې را ګېر دي.
دې جګړې تر اوسه د زرګونو کسانو ژوند اخیستی دی. د یمني حکومت له پرځولو وروسته، دغلته د سعودي په مشرۍ ایتلاف لخوا پر حوثي یاغیانو چې ایران یې ملاتړ کوي د بمباریو کمپاین پیل شو.
د بي بي سي جرمي بوېین یو له څو محدودو لوېدېځو ژورنالستانو دی چې پلازمېنې صنعا ته رسېدلی. ښايي د دې ویډیو ځینې صحنې درته خپه کوونکې وي.