د یمن ولسمشر له عدن ښاره "تښتېدلی"

وروسته تر هغه چې حوثي یاغیانو عدن ښار ته څېرمه یوه هوايي اډه ونیوه، ولسمشر هادي له دغې اډې ایله ۶۰ کیلومتره لیرې و، خو دغه ښار یې پرېښود.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، وروسته تر هغه چې حوثي یاغیانو عدن ښار ته څېرمه یوه هوايي اډه ونیوه، ولسمشر هادي له دغې اډې ایله ۶۰ کیلومتره لیرې و، خو دغه ښار یې پرېښود.

د یمن له سوېلي عدن نه رپوټونه وايي، دغه ښار ته د حوثي یاغیانو تر نژدې کېدو وروسته ولسمشر عبد ربه منصور هادي له دې ښاره "تښتېدلي او یوه نامعلوم ځای ته تللی دی.

وروسته تر هغه چې حوثي یاغیانو عدن ښار ته څېرمه یوه هوايي اډه ونیوه، ولسمشر هادي له دغې اډې ایله ۶۰ کیلومتره لیرې و، خو دغه ښار یې پرېښود.

په یاده اډه کې امریکایانو د القاعدې شبکې پرضد جګړه کې د یمن امنیتي ځواکونه روزل.

دغه اډه مخکې له دې چې د حوثیانو لاسونو ته ولوېږي، د هادي پلوو ځواکونو په لاس کې وه.

عبد ربه منصور هادي تېر کال له صنعاء ووت او د یمن سوېلي عدن ښار ته ولاړ.

په یمن کې ولسمشر هادي او دده ملاتړي حوثیان په رسمیت نه پېژني.

د عدن سیمه ییزو خلکو ویلي، حوثي وسله وال، چې د پوځ وسلې او ټانکونه ورسره وو، دغه ساحلي ښار ته نژدې شوي دي.

تېره اونۍ امریکا له یمن نه د کړکېچن وضعیت له کبله خپل ۱۰۰پوځيان وایستل.

په یمن کې ولسمشر هادي او دده ملاتړي حوثیان په رسمیت نه پېژني.

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، په یمن کې ولسمشر هادي او دده ملاتړي حوثیان په رسمیت نه پېژني.