یمن: علي عبدالله صالح له واکه لیرې کېږي

د عکس سرچینه، AP
د یمن ولسمشر له مخالفینو سره ومنله چې د واک به په دېرشو ورځو کې خپل مرستیال ته سپاري.
ولسمشر علي عبدالله صالح د عرب خلیج هېوادونو دغه وړناندیز ددې په بدل کې ومانه، چې له ده نه به قضايي پلټنې نه کېږي.
ددغه پلان له مخې به د مظاهرو لړۍ هم ختمه شي.
د یمن د اطلاعاتو مرستیال وزیر علي عبدوه الجنادي د استفعا شرایط په دې ټکو وړاندې کړل:
''ولسمشر علي عبدالله صالح او د ده ګوند ددغه پلان له ټولو موادوسره موافق دی. دا هرڅه به د یمن د جمهوري دولت د اساسي قانون په رڼا کې ترسره کېږي. ددې مانا دا ده چې ولسمشر به د قانون د ۱۱۶ مې مادې پربنسټ خپله استعفا د ملي شورا غړو ته وړاندې کوي.''
د یمن د اوو ګوندو مخالفې ټلوالې له یولړ ملاحظاتو سره د دغه پلان هرکلی وکړ.
د امریکا متحدو ایالتونو د وړاندې شوي پلان د منلو په اړه د دواړو غاړو ستاینه وکړه، او له سوله ییزې لارې یې د واک سپارلو غوښتنه وکړه.




