"ایران په یمن کي د سولې هڅو د ناکامۍ مسوول دی"

د عکس سرچینه، AFP
سعودي عربستان وايي، ایران د یمن حوثي یاغیانو ته وسله برابروي، چې له امله یې په دغه هېواد کې د سولې هڅې ناکامېږي.
ریاض پر تهران دا تور د سعودي په مشرۍ جوړه شوې عرب ټلوالې د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې ولګاوه.
په دې ناسته کې د مصر، بحرین، متحده عربي اماراتو پر بهرنیو چارو زیرانو سربېره پوځي چارواکي هم وو.
غونډې ته په وینا کې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل جبیر وویل، حوثیانو ته د وسلې ور کولو له امله د حکومت او دې ډلې ترمنځ د سولې هڅې ناکام دي:
"د نړۍ د ترهګرۍ د تر ټولو لوی ملاتړي ایران له مرستې پرته دا ملېشې کوم کار نشی کولی".
د یمن د بهرنیو چارو وزیر عبدالمالک هم په دې ناسته کې وویل چې حوثي یاغیان د ایران په اشاره "فرقه يي پروژې" پرمخ بیايي، چې موخه یې د یمني حکومت پرځول دي.

د عکس سرچینه، AFP
پلازمېنه صنعا او د یمن شمالي برخې د حوثیانو په ولکه کې دي.
په یمن کې د کړکېچ اوارولو لپاره د ملګرو ملتو په نوښت څو هڅې ناکام شوې.
یمن کې د حکومت او حوثي یاغیانو ترمنځ جګړه کې د سعودي عربستان په مشرۍ عرب ټلواله پر ۲۰۱۵ کاله ښکېله شوه.
تراوسه په دې جګړه کې اته زره شپږ سوه کسان وژل شوي دي.
د یکشنبې ورځې غونډه کې د سعودي عربستان لوی درستیز عبدالرحمان بن صالح البنیان ویل، یمني ځواکونه د هېواد پر ۸۵ سلنه خاوره واک لري او د جنیوا کنوانسیون سره سم د وګړو خوندیتوب ته درناوی لري.

د عکس سرچینه، AFP
د روانې میاشتې په لومړیو کې د ملګرو ملتونو یو رپوټ وايي، چې یمن کې د عرب ټلوالې په پوځیګرۍ کې تېر کال لږ تر لږه ۷۰۰ ماشومان وژل شوي یا ټپیان دي.
له دې رپوټ وروسته ملګرو ملتونو په یمن کې دغه ټلواله تور نوملړ ته ور واچوله.
خو له دې چارې وروسته په جنیوا کې د سعودي عربستان استازي عبدالله المعلمي خبري غونډه کې دا رپوټ ناسم او تېر اېستونکی وباله.
د هغه په خبره، سعودي عربستانه په پوځي عملیاتو کې د وګړو د خوندیتوب لپاره هره ممکنه هڅه کوي.










