"یمن کې ماشومان له لوږې مري"
د عربي نړۍ له يوه تر ټولو بېوزلي هېواده ځانګړی راپور لرو، چې جګړې په کې پر انساني ژوند ويجاړوونکې اغېزې پرې ايښې دي.
د ملګرو ملتونو يوه چارواکي پر نړۍ تور لګولی چې په يمن کې له ناوړه کېدونکي انساني ناورينه سترګې پټوي. د ملګرو ملتونو د انساني چارو همغږي کوونکي جيمي ماګولدرېک ويلي ماشومان يمن کې د مرستو نشتوالي له امله له لوږې مري. دوی اټکل کوي يمن کې ۱۴ ميليونه وګړي له لوږې سره لاس او ګرېوان دي، چې د نيمو ژوند یې له خطر سره مخامخ دی. له نژدې دوو کلونو راهيسې چې يمن کې کورنۍ جګړه پيل شوې، له اوو زرو زيات خلک یې وژل شوي، او درې ميليونه نور یې اړ شوي چې خپلو کورونو او مېنو ووځي.