یمن کې پر جنازه د هوایي برید قربانیان له ۱۴۰ ډېر شول

د عکس سرچینه، epa
ملګري ملتونه وایي، د یمن پلازمېنه صنعا کې د جنازې پر مراسمو په هوايي برید کې له ۱۴۰ ډېر کسان وژل شوي او له ۵۰۰ ډېر ټپیان دي.
په دغه هیواد کې د ملګرو ملتونو لوړپوړی چارواکی جیمي میکګولرک دا برید غندي او بوږنوونکې پېښه یې بولي.
حوثي یاغيانو د دې برید مسوولیت د سعودي عربستان په مشرۍ پر عرب ټلواله اچولی، چې له یو کال ډېر وخت راهیسې د دوی خلاف جګړه کوي.
خو د سعودي عربستان په مشرۍ عرب ټلواله دا تور ردوي او وایي، دوی دا برید نه دی کړی.
له بلې خوا امریکا وايي، چې له ریاض سره د واشنګټن امنیتي همکاري "سپین چېک" نه دی.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند نېډ پرایس وایي "موږ په یمن کې د بوږنوونکې او روانې جګړې په پای ته رسولو کې د مرستې په ګډون د امریکایي اصولو، ګټو او ارزښتونو د همغږي کولو لپاره د خپل سیاست بدلولو ته تیار یو"
په وروستیو میاشتو کې له عرب ټلوالې سره د واشنګټن ملاتړ کم شوی دی.

د عکس سرچینه، Reuters
د برید موخه
د یمن پر پلازمېنه صنعا واکمن حوثي یاغیان وايي، د ایتلاف د تېرې ورځې په برید کې لږ تر لږه ۵۰۰ کسان ټپي شوي دي.
نړیواله سره میاشت وايي، له ۳۰۰ ډېرو مړو ته یې کفن ګنډلي دي.
برید پر هغه تالار شوی چې د حوثي یاغیانو د کورنیو چارو د وزیر د پلار جنازې ته خلک پکې ټول شوي وو.
له برید وروسته له تالار بهر هم د انساني بدنونو غړي غورځېدلي دي.
یوه سړي اې پي خبري اژانس ته ویلي، چې د برید په ځای کې "د وینو ویاله" روانه ده.
د لومړنیو معلوماتو له مخې په دې هوايي برید کې د حوثي یاغیانو یو شمېر پوځي او امنیتي چارواکي هم وژل شوي دي.

د عکس سرچینه، Reuters
د سعودي عربستان په مشرۍ عرب ټلواله
د سعودی عربستان په مشرۍ د حوثي یاغیانو په ضد ایتلاف کې د یمن حکومت هم شامل دی.
له یو کال ډېر وخت کیږي چې سعودی عربستان په یمن کې د حوثي یاغیانو په ضد عملیات کوي، چې تر ۶۰۰۰ ډېر کسان پکې وژل شوي دي.
د انساني حقونو ادارې د یمن اړوند د ملګرو ملتونو پر پالیسۍ هم نیوکې کوي.
دوه میاشتې وړاندې په یمن کې د نړیوالو مرستندویه ادارو کارکوونکي پر ملګرو ملتونو ځکه سخت غوسه شول چې دې ادارې د سعودی عربستان په مشرۍ ایتلاف یې په یمن کې پر ماشومانو او ښځو د ظلم کوونکو له نوملړه واېست.
مرستندویه کارکوونکو دا کار د یمن د خلکو په حق کې ښکاره زیاتی وباله.
حوثي یاغیان د یمن د قانوني حکومت په ضد جګړه کوي، خو د سعودي عربستان په مشرۍ عرب ټلواله د یمن د حکومت ملاتړ کوي.









