"امریکا له عربي ایتلاف سره پر اړیکو له سر غور کول غواړي"

نیویارک ټایمز:

د عکس سرچینه، Reuters

نیویارک ټایمز وروسته له دې چې یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ د نړیوال ایتلاف برید کې تر ۱۴۰ کسانو ډېر ووژل شول، د امریکا د چارواکو له قوله لیکي چې واشنګټن به له دغه ایتلاف سره پر خپلو اړیکو له سره غور وکړي.

دغه ورځپاڼه د امریکا د ملي امنیت د شورا د ویاند په خبره لیکي چې د سعودي عربستان او امریکا ترمنځ امنیتي همکارۍ ته باید د سپین چک په سترګه ونه کتل شي.

د یادې شورا ویاند Ned Price ویلي تر دې وړاندې هم له دغه ایتلاف سره د امریکا ملاتړ کې کم شوی دی.

ګارډین:

د عکس سرچینه، Reuters

بریتانیا کې چاپېدونکې ګارډین ورځپاڼه سوریه کې د ایران پر پوځي شتون یو تحلیلي مطلب لیکلی. ورځپاڼه لیکي سوریه کې د جګړې په تارناتار کې ایران خپله لار د مدیترانې سمندر ته خلاصوي.

د ګارډین شننه دا ده چې د ایران تر ولکې لاندې وسلوال اورپکي هڅه کوي د سوریې پر لور یو ځمکنی دهلیز پرانیزي چې په دې ډول ایران ته په سیمه کې لا ډېر ځواک وروبښي.

ټایمز اف انډیا

مشاهد حسین دا هم ویلي چې په افغانستان کې سوله د کشمیر له مسلې سره تړلې ده.
د عکس تشریح، مشاهد حسین دا هم ویلي چې په افغانستان کې سوله د کشمیر له مسلې سره تړلې ده.

ټایمز اف انډیا ورځپاڼې لیکلي، د کشمیر د مسلې پر سر د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره، امریکا ته د پاکستان لېږل شوي دوه کسیز پلاوي اخطار ورکړی چې که هند د بلوچستان پر مسلې غلی نه شي، نو دوی کولی شي د ماویستانو په اصطلاح لمسونې ته پام واړوي.

ورځپاڼه اشاره کوي چې د پاکستان لوړپوړو سیاسي کړیو، establishment کې هر وخت پر دې بحث کېږي چې که هند پاکستان سره د کشمیر پر مسلې جوړجاړي ته ونه رسېږي، پاکستان کولی شي هند کې رېښه لرونکې اورپکۍ ته لمن ووهي.

دغې ورځپاڼې لیکلي د هند او پاکستان د اړیکو سربېره د افغانستان پر مسلې هم خبرې شوي.

د کشمیر مسلې ته د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړي استازي سناتور مشاهد حسین سید ویلي "کابل کې سوله، د کشمیر له سولې سره تړلې ده، او موږ به نه پرېږدو چې کابل کې سوله وي خو کشمیر په اور کې وسوځي".

پاکستاني استازو له امریکا غوښتنه کړې چې د دوی او هند ترمنځ ستونزې کې دې دریمګړی شي.

د هندي سینما وتلې لوبغاړې کاجول د خپل مېړه اجی ډېوګن د هغې پرېکړې ملاتړ کړی چې د سینما په برخه کې به له پاکستاني لوبغاړو سره کار نه کوي.

ایکسپرېس ټربیون:

اجي دیوګن په شیوي فلم کې

د عکس سرچینه، ajay devgan

د عکس تشریح، اجي دیوګن په شیوي فلم کې

دا مطلب پاکستان کې چاپېدونکې ایکسپرېس ټربیون ورځپاڼې د اډیان ایکسپرېس ورځپاڼې له قوله لیکلي او اضافه کوي چې د هندي سینما ستوري اجی ډېوګن ویلي، د دې اندېښنه نه لري چې دغه میاشت کې خپرېدونکی فلم یې پاکستاني سینماوو کې نندارې ته نه وړاندې کېږي.

کاجل په یوه ټویټ کې لیکلي، پر خپل خاوند ویاړي چې داسې یوه غیر سیاسي خو سمه پرېکړه یې کړې ده.

ایکسپرېس ټربیون د اجی ډیوګن له قوله لیکي "زه د خپل ملت ترڅنګ دریږم، موږ باید له پاکستاني لوبغاړو زده کړو، سره له دې چې ګټې وټې دلته کوي، خو دې مسله کې د خپل ملت ترڅنګ ولاړ دي."