''پاکستاني هنرمندان دې ۴۸ ساعتونو کې له هنده ووځي''

د هند مهاراشټر ایالت کې یوه سخت دریځې ګوند مهاراشټر نو نرمان سینا ' ایم این ایس ' په هند کې مېشتو ټولو پاکستاني هنرمندانو ته خبرداری ورکړي، چې باید له دغه هېواده ووځي. دغه ګوند کې د فلمونو چارې څارونکې څانګې مشر امې کهوپکر ویلي: ''موږ ټولو پاکستاني هنرمندانو او فلمي لوبغاړو ته ۴۸ ساعته وخت ورکوو، چې باید له هنده ووځي.''
د نوموړي په وینا که پاکستاني هنرمندانو په ټاکلي وخت کې دننه له هنده و نه وځي، دوی به یې پر ضد سخته رویه خپله کړي. د ایم این ایس مشره شالني ټهاکرې وايي:
''که پاکستاني هنرمندان په ۴۸ ساعتونو کې له هنده و نه وځي، ایم این ایس به یې بهر وغورځوي. دوی زموږ په هېواد کې پېسې ګټي او پاکستان ته یې مالیه لېږي، چې بیا دې د همدې پېسو پر مټ زموږ خلک وژني. موږ به دوی ته د دغې چارې اجازه ور نه کړو.''

د عکس سرچینه، SHALINI
د دوی په خبره که پاکستاني هنرمندان له هنده وتلو کې پاتې راشي، دوی به یې فلمونه نندارې ته نه پرېږدي.
ایم این ایسوايي، دوی هندي فلم جوړونکو ته هم په دې اړه لیک استولی دی.
تېره میاشت شیو سینا نومي ګوند په ممبۍ کې د پاکستاني سندرغاړي غلام علي له کنسرت سره مخالفت کړی و، چې بیا وروسته هغه کنسرت لغو شو.
د اسلام اباد او ډيلي تر منځ تر هغه وروسته حالات نور ترینګلي شوو، چې د تېري یکشنبې په ورځ د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پر یوې پوځي اډې وسلوال برید وشو او تر ۱۵ ډېر هندي پوځيان په کې ووژل شول.
له هغه برید سملاسي وروسته د هندوستان واکمنو ددغې پېښې ترشا د پاکستان د څارګرو ادارو لاس وباله، چې پاکستان يې د تل په څېر دغه تور رد کړ.








