'کابلي پټهان' فلم له کابلیووډ نه تر هالیووډ او بالیووډه

- Author, طاهر قادري
- دنده, بي بي سي
شاید دا به ډېره کمیابه وي، چې یو ټکسي چلوونکی د فلم کیسه ولیکي او یا په یوه فلم کې ولوبېږي. خو په وروستیو کې لندن کې له یوه همداسې سړي سره مخامخ شوم.
فضل حکیمي، د افغانستان اوسېدونکی دی، چې له تېرو اتو کلونو راهیسې لندن کې ټکسي چلوي، یا پخپله ژبه "میني کاب" کوي".
هغه پخپل وزګار وخت کې د فلم د کیسو په اړه فکر کوي. ځینې وخت دغه سوژې د خپل ټکسي په منځ پنځوي.
د ښاغلي حکیمي نوم وروسته تر هغه د خلکو په مجلسونو کې ډېر یاد شو، چې د فلم کیسې یې وکړای شو بالیووډ سینما ته لار ومومي. هغه د کریم لالا په نامه خپله فلمي کیسه د یوې رښتینې افغان کیسې پربنسټ ولیکله، چې هغه مهال په هند کې اوسېده.
فضل حکیمي وايي: "کریم لالا په هند کې د یوې لوټمارې ډلې مشر و. هم مهاله، هغه یو ډېر خوښ خلقه او زړه سواند سړی هم و. تل مې خوښېده چې په ګاونډیو هېوادونو کې د افغانانو ریښې ومومم. له همدې کبله مې د کریم لالا داستان ولیکه او په فلم مې بدل کړ."
"کابلي پټهان"
د هغه د کار پایله د "کابلي پټهان" په نامه فلم په جوړېدو تمامه شوه، هغه فلم چې د یوه افغان په قلم لیکل شوی او د بالیووډ د سینما په پرده وښودل شو.

"پټهان" هندی ـ اردو توری دی چې په عمومی ډول د پښتنو لپاره کارول کېږي.
ښاغلي حکیمي بي بي سي ته وویل: "معمولاً د بالیووډ فلمونه له رنګ، ډرامې سندرې او عاطفي صحنو څخه ډک وي. زما فلم هم، همدغه ځانګړنه لري چې په هندي سینما کې یې د منل کېدو لامل هم همدا دی."
"کابلي پټهان" د افغانستان او هند ددو کمپنیو مشترک محصول دی، چې په پښتو، فارسي او اردو ژبو چمتو شوی او تر وسه د هند او کابل په ځینوسینماګانو کې نندارې ته وړاندې شوی دی.
له کابليووډنه تر هالیووډه
ګڼ کسان د افغانستان سینما د "کابليووډ" په نامه پېژني چې له دغې سینما د هالیووډ او بالیووډ خوا ته ګام پورته کول څه اسانه کار نه دی.
خو فضل په وروستیو کې د هالیووډ په Hyena Road نامه فلم کې د لوبېدو چانس پیدا کړ، چې اوس پر فلم کار روان دی. فلم په افغانستان کې د یوه کاناډايي عسکر داستان ته ځانګړی شوی دی.
دغه افغان هنرمند پر یوې بلې نوې فلمي کیسې هم کار کوي، "د جګړې ډګر کې غچ"، چې په افغانستان کې د بریتانوي پوځيانو کیسه رانغاړي.
له فضل مې چې وپوښتل، څرنګه له ټکسي چلونې د هنر ډګر دغې پوړۍ ته ورسېد؟ هغه په ځواب کې راته وویل: "هڅه کوم چې دواړه کارونه مخته یوسم. ځکه چې یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کول هم ضرور دي باید کار وکړم. ترڅنګ یې د هنر عاشق هم یم. معمولاً په اضافي وخت کې یا کور یا موټر کې یوڅه لیکم. ځینې وخت ژاړم چې دا هم د ډایلاګ یوه برخه ده چې هماغه شېبه مې مخ ته راځي."

په تېر کې هم افغان لوبغاړي په هالیووډ او بالیووډ سینماګانو کې لوبېدلي دي. له دغې ډلې نه د افغانستان یو فلم جوړوونکی او هنرمند اسد سکندر دی.
ښاغلی سکندر د بهرنیو هېوادونو په سینماګانو کې د افغان هنرمندانو حضور د افغان سینما لپاره تر ټولو لویه لاسته راوړنه بولي: "که څه هم د افغانستان سینما د دولت له لوري ته تقویه کېږي، خو د سینما د برخې مینه وال تل له کړکېچ نه د افغانستان د سینما رایستلو او بریالیتوب لوري ته یې د بېولو هڅې کړې دي."
په افغانستان کې د فلم تولید په وروستیو کلونو کې ډېر هیله بښونکی و، خو له بل پلوه د افغانستان د سینما پر تولید ګڼې نیوکې هم کېږي، چې وايي له مستندو فلمونو پرته د افغانستان د سینما وضعیت ښه نه دی.
ځینې پر دې اند دي، د هغه هېواد لپاره چې لاهم له څو لسیزو جګړو وروسته یې سینما پر خپلو پښو نه ده ولاړه، د سینما په برخه کې هر ډول ګام اخیستل یو ډول لاسته راوړنه ده.









