بې پولې ډاکټران: یمن کې پر روغتون برید عرب ایتلاف کړی و

د عکس سرچینه، Reuters
د بې پولې ډاکټرانو سازمان ویلي، په یمن کې پر یوه روغتون د تېرې میاشتې هوایي برید چې ۱۹ کسان یې ووژل، د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف لخوا شوی و.
دغه سازمان په یوه راپور کې د حجه ولایت په عبس ښار کې په دغه روغتون برید "د نه توجیه وړ او بې دلیله" بللی دی.
په دغه راپور کې د سعودي یوه جنرال خبرو ته اشاره شوې چې ویلي یې و، د هغوی هدف یو موټر و چې د روغتون پر لور روان و.
خو د بې پولې ډاکټرانو سازمان ویلي، په دغه موټر کې هېڅ وسله نه وه.
سعودي عربستان چې د حوثي اورپکو ضد ایتلاف مشري کوي ویلي، ددغه ایتلاف پوځي عملیات د نړیوالو بشردوستانه قوانینو په چوکاټ کې ترسره کېږي.
یمن کې د سعودي په مشرۍ ایتلاف بریدونه چې پکې ډېر شمېر ولسي وګړو وژل کېدو له امله له پراخو نیوکو سره مخ دی.
دغه ایتلاف وایي، یواځي پوځي مرکزونه په نښه کوي، خو تورن دی چې د یمن په کړکېچ کې ښکېل کېدو راهیسې یې پر ښوونځیو، روغتونونو، بازرونو او د خلکو پر کورونو یې بریدونه کړي دي.








