یمن کې د 'اسلامي دولت' ځانمرګي برید لسګونه کسان وژلي

د عکس سرچینه، AFP
د یمن امنیتي چارواکي وايي، د هېواد عدن ښار په یوه پوځي روزنیز مرکز کې ځانمرګي برید لږترلږه ۶۰ کسان وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي دي. په دې مرکز کې د یمن د حکومت پلوو وسله والو اړوند حوثي ضد ځواکونه روزل کېږي.
د بې پولې ډاکټرانو ټولنې ویلي، برید د موټربم په مټ شوی او ډېری وژل شوي او ټپیان نوي ګومارل کېدونکي پوځيان دي.
د برید پړه 'اسلامي دولت' نومې ډلې منلې ده.
په دې مرکز کې هغه حکومت پلوي ځواکونه روزل کېږي چې د حوثي یاغیانو پروړاندې جنګېږي.
عدن د یمن په شمال کې یو نسبتاً نا امنه ولایت دی.
د عدن ډېری برخه د ولسمشر عبد ربه منصور هادي پلوو ځواکونو په واک کې ده.
سعودي عربستان د ښاغلي هادي ملا تړي.
ویل شوي چې حوثي یاغیان به له دولت سره د سولې خبرې پیل کړي.
د خبرو لپاره د حوثیانو یو شرط د سعودي عربستان په مشرۍ د حوثیانو تر واک لاندې سیمو کې
د ایتلافي ځواکونو د بمباریو درول دي.
درې ورځې وړاندې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وویل، د عربي خلیج هېوادونو او ملګرو ملتونو د سولې خبرو د دوام لپاره هوکړه کړې ده.
د یمن حکومت وايي، حوثیان د ایران له ملاتړه برخمن دي.
د حوثیانو او عبد ربه منصور د پلوي ځواکونو ترمنځ د سولې خبرې څو ورځې وړاندې له درو میاشتو وروسته بې پایلې پای ته ورسېدې.
د ۲۰۱۵ کال لومړیو کې حوثیانو صنعاء ونیوه او د نړیوالو له خوا منل شوی ولسمشر عبد ربه منصور هادي له یمن نه ووت.

د عکس سرچینه، Getty
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، د ایران له خوا یمن ته د وسلو او پوځي توکو استول نه یوازې سعودي عربستان ته لوی سرخوږی دی، بلکې امریکا ته هم لوی ګواښ ګڼل کېدای شي.








