م. م له تور لسته د سعودي ایتلاف ایستل "ګرانه پرېکړه" وبلله

د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون وايي، د سعودي عربستان تر نه منونکو فشارونو وروسته یې دغه هېواد په یمن کې د ماشومانو د مرګ ژوبلې پر سر له تور لېسته بېرته ایستلی دی.
د سعودي په مشرۍ ټلواله په یمن کې د شیعه حوثي یاغیانو پر ضد جنګېږي، چې د ملګرو ملتونو لخوا د ماشومانو په وژنې تورنه شوې ده.
ښاغلي بان ویلي، دغو فشارونو ته یې ځکه غاړه ایښې، چې په تور لېست کې له شاملېدو وروسته ورته د ملګرو ملتونو له چارو سره د مالي مرستو د بندولو ګواښونه شوي وو، چې له کبله یې په نړیواله کچه میلیونونه ماشومان اغېزمنېدای شول.
بان کي مون وایي، له تور لسته د لنډمهال لپاره د سعودي په مشرۍ ایتلاف ایستل "ګرانه پرېکړه" ده.
د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف یمن کې د حوثیانو پرضد هوايي بریدونه کوي، ریاض په نړیواله کچه په رسمي توګه د پېژندل شوي یمني ولسمشر عبد ربه منصور هادي د حکومت ملاتړ کوي.
د تېرې جولای پر درېیمه، ملګرو ملتونو د سعودي په مشرۍ پوځي ایتلاف د هغو هېوادونو او ډلو په تور کلني کې شامل کړ، چې په شخړو کې د ماشومانو حقونه تر پښو لاندې کوي.
د سعودي د ایتلاف اصلي هدف په یمن کې د شیعه حوثیانو په نښه کول دي، چې دغه ډله لاهم د ملګرو ملتونو په تور لست کې ده.
خو ملګرو ملتونو د روان جون میاشتې پر ۷مه، دغه ایتلاف له دې لسته ویوست.
د بشري حقونو اړوندو ډلو د ملګرو ملتونو پر دغې پرېکړې نیوکه کړې ده.

د بښنې نړیوال سازمان له تازه پرېکړې وروسته ملګري ملتونه "له شرم ډکه" بللې ده او د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، ملګري ملتونه د "سعودي تر فشار لاندې راغلي".
د سعودي غبرګون
په ملګرو ملتونو کې د سعودي عربستان سفیر عبدالله معلمي دا نه مني چې ګني هېږواد پر ملګرو ملتونو فشار راوړی دی:
"موږ له ترهونې او ګواښلو ګټه نه ده اخیستې او موږ د بسپنې ورکولو په اړه هم خبرې نه دي کړې."

د تېرې دوشنبې په ورځ سعودي عربستان په تونده د ملګرو ملتونو د هغه راپور په تړاو اعتراض وکړ، چې وايي د سعودي په مشرۍ ایتلاف یمن کې تېر یو کال د ۶۰ سلنه ماشومانو د مړینې او ټپي کېدو مسؤول دی.









