پاکستان: که امریکا مو نه اوري، چین او روس ته به مخ واړوو

د عکس سرچینه، AP
د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړی استازی مشاهد حسین سید وايي، که امریکا د کشمیر په مسله کې اسلام اباد ته غوږ ونه نیسي، نو د روسیې او چین لور ته به مخ واړوي.
نوموړي دا خبرې د پنجشنبې په ورځ په واشنګټن کې د امریکا اتلانتیک کونسل په نوم د یوه فکري مرکز په غونډه کې وکړې.
د مشاهد حسین سید په وینا؛ "امریکا اوس نړیوال ځواک نه دی، قدرت یې کمیږي، نور یې هېر کړئ".
د هغه په خبره، که څه هم چین د پاکستان نږدې ملګری دی، خو روسیه په لومړي ځل پر پاکستان د وسلو پلورلو ته چمتو شوې، ځکه امریکا ته پکار دي چې پر دغه بدلېدونکي سیمه ییز انډول ځان پوه کړي.
د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړی استازی وايي، د بارک اوباما په مشرۍ د امریکا حکومت ته دا پوهېدل هم پکار دي چې د اسلام اباد له همکارۍ پرته په افغانستان کې سوله نشي راتللی.

د عکس سرچینه، AFP
په سمپسن انسټیټيوټ فکري مرکز کې هم مشاهد حسین سید وویل، د کشمیر د مسلې له هوارولو پرته افغانستان کې سوله نشي ټینګېدلی.
هغه زیاته کړه، امریکا ته دا ویل غواړي، چې په کشمیر کې د انساني حقونو خلاف ورزۍ کېږی او واشنګټن ته په دې برخه کې منځګړتوب پکار دی.
مشاهد حسین او د ملي اسمبلۍ یو بل غړی شزرا منصب دواړه د کشمیر کشالې د پورته کولو لپاره د امریکا په سفر وتلي دي.
په دې بهیر کې دواړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره لیدنې لري او په کانګرس کې هم له سناتورانو سره ویني.
داسې ښکاري چې دا دوه ځانګړي استازي په امریکا کې د ډیپلوماټیک فشار اچولو هڅه کوي.
د مشاهد حسین له خبرو په امریکا کې دا پوښتنه هم راپوته کېږي، چې که پاکستان متحده ایالتونو ته د یو کمزوري کېدونکي ځواک په سترګه ګوري، نو بیا یې د کشمیر مسله کې ولې همکاري غواړي.
له بلې خوا امریکا د کشمیر په تړاو دا دریځ لري چې واشنګټن دې کشالې ته د دوه اړخیزې معاملې په ډول ګوري او له نوي ډېلي او اسلام اباد غواړي چې خپلو کې تاوتریخوالی کم کړي.









