کشمیر کې د هند پر پوځي اډې برید شوی

د تېرې سپټمبر میاشتې پر ۱۸مه اوري کې د هند پر یوې اډې برید کې لږترلږه ۱۸ پوځيان ووژل شول.
د عکس تشریح، د تېرې سپټمبر میاشتې پر ۱۸مه اوري کې د هند پر یوې اډې برید کې لږترلږه ۱۸ پوځيان ووژل شول.

د هند تر واک لاندې کشمیر په بارهموله ولسوالۍ کې د هندي پوځ پر یوې اډې په وسلو او لاسي بمونو سمبالو اورپکو برید کړی، چې لږترلږه یو سرحدي سرتېری پکې وژل شوی بل ټپي دی.

هندي ځواکونو له بریدګرو سره جګړه کړې. برید کشمیر کې د لوی ښار سرینګر په شمال لوېدیځ کې شاوخوا ۵۰ کیلیومتره لیرې د برهموله ولسوالۍ په ګارسیون سیمه کې شوی دی.

په دې پوځي اډه کې د هند د ترهګرۍ ضد پوځي څانګې پوځيان مېشت دي.

دا برید د هندي پوځ له خوا تر یوه بل برید درې ورځې وروسته شوی، چې د هندي پوځ په وینا، اورپکي یې پکې په نښه کړي وو.

پوځ وايي دوی د هغو ترهګرو یوه ځاله ویجاړه کړې ده، چې د پاکستان له ملاتړه برخمن وو، خو پاکستاني پوځ د هند دا څرګندونې رد کړې دي.

هندي کشمیر کې هره ورځ نژدې ۵۰ کسان نیول کېږي

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، هندي کشمیر کې هره ورځ نژدې ۵۰ کسان نیول کېږي

د تېرې سپټمبر میاشتې پر ۱۸مه اوري کې د هند پر یوې اډې برید کې لږترلږه ۱۸ پوځيان ووژل شول.

هند پر پاکستان تور لګوي چې د کشمیر ازادي غوښتونکي اورپکي روزي او وسلې ورکوي، خو پاکستان یې دا تور ردوي.

کشمیر، چې ډېری وګړي یې مسلمانان دي، د پاکستان او هند د (پاڼ او پړانګ) ترمنځ ایسار پاتې دی، چې له څو لسیزو راهیسې پکې جګړه روانه ده.

د کشمیر پر یوې برخې پاکستان، خو پر بلې یې هند واکمن دی. هر یو هېواد د پوره کشمیر د خپلولو هیله لري.

د سپټمبر پر ۱۸مه د هند پر اډې له برید وروسته، د هند او پاکستان ترمنځ اړیکي ډېر ترینګلي شول.

پاکستان وايي، هند غواړي په سیمه کې د بشري حقونو د سرغړونو پټولو په موخه د نړیوالو د پام اړولو په موخه پر پاکستان تورونه ولګوي.

وړاندې د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي ویلي وو، هند به پاکستان په ګرده نړۍ کې ګوښه کولو ته اړباسي.

په وروستیو میاشتو کې د هند او پاکستان ترمنځ اړیکي ډېر ترینګلي شول
د عکس تشریح، په وروستیو میاشتو کې د هند او پاکستان ترمنځ اړیکي ډېر ترینګلي شول

د هند تر ولکې لاندې کشمیر د وروستیو میاشتو په تاوتریخوالو کې تر ۸۰ ډېر کسان وژل شوي، چې نژدې ټول حکومت ضد لاریونیان وو.

په ۱۹۴۷ کال، د هند او پاکستان تر ازادۍ وروسته، دواړو ګاونډیو هېوادونو درې ځلې جګړې کړې دي، چې دوې جګړې یې د کشمیر پر سر وې.