'هند به پاکستان په ګرده نړۍ کې ګوښه کولو ته اړباسي'

د عکس سرچینه، EPA
د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي کشمیر کې د هند پر پوځي اډې له برید وروسته ویلي، پاکستان به په ټوله نړۍ کې ګوښه کېدو ته اړباسي. پاکستان وايي، هند په کشمیر کې له روان زورزیاتي د نړیوالو د پام اړولو په پار دا خبرې کوي.
د هند تر ولکې لاندې کشمیر اوړي کې د هند پر یوې پوځي اډې له برید وروسته، چې لږترلږه ۱۸ کسان پکې ووژل شول، د نوي ډیلي او اسلام اباد اړیکي لا ډېر ترینګلي شول.
له برید وروسته مودي کیرالا ایالت کې د بي جي پي ګوند په یوه غونډه کې په ډاګه د پاکستان خلاف غږ پورته کړ.
د هندي پوځيانو پر اډې له برید وروسته نوي ډیلي د برید د پړې ګوته پاکستان ته ونیوه.
- بلوڅ بېلتونپال: اشرف غني باید نرېندرا مودي ته ورته اقدام وکړي
- <link type="page"><caption> کشمیر کې پر هندي پوځي اډې برید '۱۷ پوځيان وژلي'</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/world/2016/09/160918_hh-kashmir_uri_attack_" platform="highweb"/></link>
بل خوا، د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز د برید په تړاو د بې پرې نړیوالې څېړنې غوښتنه کړې ده.
کیرالا کې نرېندرا مودي وویل: ''هغه ورځ لیرې نه ده چې د پاکستان عام ولس به د پاکستاني چارواکو او د ترهګرۍ ضد کړنو پرضد جګړه کې میدان ته راووځي''.
نرېندرا مودي دا هم وویل ''د پاکستان خلک دې له خپلو مشرانو وپوښتي چې د پاکستان تر واک لاندې کشمیر تاسو نه شئ سمبالولی. ختیځ پاکستان (بنګله دېش) هم له تاسو سره و چې هغه مو هم نه شوای سمبالولی''.

د عکس سرچینه، bbc
''اوس تاسو سند ایالت هم نه شي کابو کولی، اوس ګیلګت نه شئ سمبالولی، اوس خیبر پښتونخوا نه شئ سمبالولی، اوس بلوچستان نه شئ سمبالولی، دغه ټول چې ستاسو په لاس کې دي نه یې شئ سمبالولی، نو د کشمیر په اړه خو خبره ډېره لیرې ده''.
''له کشمیره د پام اړول''
د مودي د څرګندونو په غبرګون کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس زکریا په یوه خبرپاڼه کې ویلي ''هند په کشمیر کې د روان زورزیاتي او وحشیانه عمل په تړاو د نړیوالو د پام اړول غواړي''.
په خبرپاڼه کې راغلي، کشمیر کې د هند له خوا د بشري حقونو د سرغړونو په اړه نړیوالې ټولنې اندېښنه ښودلې.
د بهرنیو چارو وزارت په ویناپاڼه کې کشمیر کې د روان وضعیت د بې پرې څېړنې غوښتنه شوې.

د عکس سرچینه، AP
پاکستان وايي، هند د پاکستان ترهګریزو اعمالو ملاتړ او سمبالتیا کې لاس لري، چې د هندي جاسوس کلبوشن یادو نیول کېدل او اعتراف یې بلوچستان او قبایلي سیمو کې د ترهګریزو کړنو ښکاره بېلګه ده''.








