بلوڅ بېلتونپال: اشرف غني باید نرېندرا مودي ته ورته اقدام وکړي
- Author, عادل شاه زیب
- دنده, بي بي سي
بلوڅ بېلتونپال یو مشر حربيار مري وايي له افغان ولسمشر نه هیله کوي، چې د هندي لومړي وزیر نرېندرا مودي په څېر اقدام وکړي او له بلوڅانو سره مرسته د خپلې بهرنۍ پالیسي یوه برخه کړي.
له بي بي سي سره یوې مرکې کې نوموړي وویل، له پاکستانه بشپړه ازادي هغه څه دي چې د بلوڅانو ستونزې حل کولای شي او وايي دوی د افغانستان، هند او بنګله دېش په ګډون له شاوخوا ټولو هېوادونو غواړي، چې د ده په وینا د دوی 'پر ځای هلو ځلو' کې ورسره مرسته وکړي.
- <link type="page"><caption> 'له بلوچستان نه د ورکو کسانو شمېر تر ۲۰ زرو اوړي'</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/world/2016/08/160831_gng_balcohistan_missing_perosns" platform="highweb"/></link>
یوه بل سویس مېشتي بېلتون پال بلوڅ مشر برهمداخ بوګټي له هنده سیاسي پناه غوښتې کړې. ځینې ملتپال بلوڅان په دې باور دي چې دا ډول پرېکړې به د بلوڅانو پر ازادي غوښتونکي غورځنګ ناوړه اغیز وکړي او د پاکستان دا تورونه به نور هم پیاوړي شي، چې ګواکې په بلوچستان کې د ازادۍ کوم غورځنګ نشته، بلکې هند په دغه ایالت کې لاسوهنه کوي؟

د عکس سرچینه، BBC World Service
ښاغلی مري د دغې پوښتنې په ځواب کې وايي، پاکستان به د ښاغلي برهمداخ له دې پرېکړې نه د سیاسي ګټې اخیستو هڅه وکړي او زموږ پر ضد به جهادي ډلې د جګړې ډګر ته واستوي، چې وايي دا اوس هم دغه سخت دریځي وسله وال د دوی پر ضد فعالیتونه کوي.
بلوڅ بېلتون پالی وايي، اوسمهال یې په هند کې د پناه اخیستو په اړه فکر نه دی کړی او نه کوم داسې هوډ لري، ځکه وايي بریتانیا پناه ورکړې ده او که د بریتانیا لخوا اړ شي بیا به د ملګرو په سلا مشوره په هند کې د پناه اخیستو په اړه پرېکړه کوي.
د روانې میاشتې نیمايي کې د هندوستان دولتي خپرنیزې ادارې 'ال انډيا ريډيو' بلوڅي ويبپاڼه او يو موبايل اپ پيلول اعلان کړل.
د بلوڅي ژبې یبپاڼه
د هند لومړي وزير نرېندر مودي تيره مياشت يوې خبري غونډې ته ويلي و، هند به په بلوچستان او ګلګت بلتستان کې د پاکستان حکومت زور زياتي ته د نړۍ پام اړوي او اسلام اباد ته د دې زياتي ځواب ورکول اړین دي.
له هغه وروسته د اګسټ پر ۱۵ د هند د خپلواکۍ ورځې مراسمو کې نرېندر مودي یو ځل بیا بلوڅانو ته اشاره وکړه او ویې ویل، د بلوچستان د مسلې د راپورته کولو له امله یې مننه ترې کړې ده.
- <link type="page"><caption> هند بلوچۍ وېبپاڼه او موبایل اېپ پیل کړل</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/world/2016/09/160917_gng_balochi_service_india" platform="highweb"/></link>
له هغه وروسته هندي رسنیو د بلوچستان په تړاو ډېر خبرونه، شننې او له ملتپالو بلوڅانو سره مرکې خپرې کړې.
حربیا مري په دې اړه وايي، هند د بلوڅانو غږ پورته کړی دی او موږ یې د دغه اقدام ستاینه کوو، خو نوموړی وايي د بېلتون پالو ټول مشران به دې ته زړه ښه نه کړي، چې هند کې سیاسي پناه وغواړي.
دا وروستیو کې امریکايي چارواکو ویلي و، چې د بلوچستان موضوع د پاکستان کورنۍ مساله ده او دوی په کې لاسوهنه نه کوي.
د دغې پوښتنې ته ځواب کې ښاغلي مري وویل، امریکایان اوس د بلوچستان له حالته خبر دي او دوی به هم د ده په وینا بالاخره د بلوچستان ازادي ومني.








