بلوچستان کې دوه "اورپکي" وژل شوي

د عکس سرچینه، Reuters

سيمه ييز چارواکي وايي، دواړه وژل شوي کسان "اورپکي" دي، چې له امنیتي ځواکونو سره د ډزو په تبادله کې وژل شوي دي.

خو بل خوا د بلوڅانو ګوند او د بلوڅانو قومي خوځښت د پاکستاني چارواکو دغه ادعا ردوي او وايي وژل شوي کسان وړاندې امنيتي ځواکونو به زور لا درکه کړي وو.

کوټه کې د نيمه پوځيانو له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، دوی ته په دغه سيمه کې د وسله والو اورپکو په اړه معلومات رسېدلي وو او هلته يې عملیات وکړل چې په ترڅ کې يې دوه اورپکي و وژل شول.

د نيمه پوځيانو له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د دغو عملياتو په ترڅ کې يو شمېر وسلې او مهمات هم نيول شوي دي.

چارواکي وايي دواړه وژل شوي کسان پېژندل شوي او د ګودار سيمې اوسېدونکي دي.

وړاندې هم په ګودار کې دا ډول پېښې، چې امنيتي ځواکونه په کې په نښه شوي، رامنځ ته شوې دي.

څه موده وړاندې د بلوچستان ايالت څخه د لا درکه شويو کسانو خپلوانو ويلي وو، چې په ۲۰۱۵ کال کې له دغه ايالت څخه ۴۶۳ کسان په زوره لادرکه شوي دي.

خو پاکستاني چارواکي بيا دغه شمېرې لږې ښيي.