بلوچستان: د اکبر بګټي لسم تلین په مناسبت اعتصاب شوی

د پاکستان بلوچستان ایالت ډېری سیمو کې د وژل شوي بلوڅ مشر اکبرخان بګټی د لسم تلین په مناسبت اعتصاب شوی دی.
اکبربګټي د پاکستان پوځي ولسمشر پروېز مشرف واکمنۍ پر مهال پوځي عملیاتو کې وژل شوی و.
د نوموړي لسم تلین په مناسبت د بلوچ جمهوریت غوښتونکي ګوند او جمهوري وطن ګوند په غوښتنه د بلوچستان ډېری سیمو کې بازارونه تړلي دي. په همدې مناسبت بلوچستان کې کلک امنیتي تدبیرونه شوي دي.
اکبربګټي یو مهال د بلوچستان والي، اعلی وزیر و او له هغه مخکې یې د پاکستان فدرالي وزیر په توګه دنده تر سره کړې.
۲۰۰۵ کال کې بلوچستان کې د پوځي عملیاتو له پیل وروسته نوموړی غرونو ته وخوت او د ۲۰۰۶ کال د اګست په ۲۶ مه ورځ تراتاني سیمه کې د پوځیانو برید کې ووژل شو.
درې کاله وروسته ۲۰۰۹ کال کې د بلوچستان سترې محکمې د نوموړي وژنې دوسیه ثبت کړه او پخوانی ولسمشر پرویز مشرف او د هغه مهال لومړی وزیر شوکت عزیز یې تورن وپېژندل.
د اکبر بګټي له وژل کېدو وروسته بلوچستان کې د تاوتریخوالي پېښې ډېرې شوې، خو پاکستاني چارواکي ادعا کوي، چې د بلوچستان امنیتي حالت د پخوا پرتله اوس ښه شوی دی.




