ثناالله زهري: د بلوچستان په مرکزي ښار کوټه کې همغږي چاڼیز عملیات کوو

د عکس سرچینه، AP
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي اسلام اباد
د پاکستان بلوچستان ایالت اعلی وزیر ثناالله زهري ويلي د کوټې عمومي روغتون کې له ځانمرګي برید وروسته به مرکزي ښار کوټه کې همغږي چاڼیز عملیات وشي.
د دوشنبې ورځې ځانمرګي برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۷۱ کسانو ته رسېدلی دی او د دغې پېښې له کبله په رسمي توګه درې ورځنی ویر اعلان شوی دی.
پېښه کې تر ۱۱۰ ډېر کسان ټپیان دي. ۲۸ تنه ټپیان د کراچۍ اغاخان روغتون ته لېږدول شوي.
ښاغلی زهري د کوټې عمومي روغتون لیدنې پر مهال وویل، د څېړنو پر مهال یو شمېر کسان نیول شوي هم دي، خو په خبره یې رسنیو ته په دې اړه اوس څه نه شي ویل کېدای.
بلوچستان پولیسو د دغې پېښې په اړه د څېړنو لپاره له صوبايي حکومت نه د ګډ کاري ټیم جوړولو غوښتنه کړې.
د پاکستان بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې په یوه روغتون کې د پروني (زمري ۱۸مه) ځانمرګي برید په اعتراض هلته سوداګرو کاربندیز اعلان کړی او د حکومت لخوا ټولې تعلیمي ادارې رخصت شوي دي.
بلخوا پاکستاني مدافع وکیلانو د هېواد په ټولو لویو او وړو ښارونو کې کاربندیز کړی او ورسره یې ددغه خونړي برید له امله د وکیلانو ۷ ورځنی ویر اعلان کړی دی. کوټه کې د بي بي سي خبریال محمد کاظم وایي، وژل شویو کې تر ۴۰ ډېر مدافع وکیلان دي.
دغه برید تېره ورځ د کوټې ښار په ملکي روغتون کې په داسې مهال وشو چې ددغه ښار مدافع وکیلان د خپل همکار بلال انور کاسي پر مړي راټول شوي و. کاسي تر دغه ځانمرګي برید وړاندې د کوټې په منوجان سړک کې نامعلومو وسله والو په ډزو وواژه.
د کاسي د وژنې مسوولیت د پاکستاني طالبانو د <link type="page"><caption> جماعت الاحرار </caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/pokhtonkhwa/2016/08/160809_ns_jamat_ahrar" platform="highweb"/></link>ډلې او اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې دواړو منلی، خو خپلواکو سرچینو تراوسه نه ده تایید کړې چې ددې برید ترشا د کومې ډلې لاس و.
په دغه خونړي ځانمرګي برید کې د مدافع وکیلانو او ولسي وګړو ترڅنګ دوه خبریالان هم وژل شوي چې مړي یې نن خاورو ته وسپارل شول. د پېښې نور قربانیان هم خپلو سیمو کې ښخ شوي دي.

د عکس سرچینه، AFP
د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف د پوځ مشر جنرال راحیل شریف تر برید وروسته سملاسي کوټې ته ورسېدل او د امنیت په اړه تر بیړنیو غونډو وروسته یې دغه ځانمرګی برید د چین او پاکستان اقتصادي کوریډور پرضد ګام بللی.
دغه اقتصادي دهلیز د پاکستان له ګوادر بندر نه پیلېږي او د چین تر کاشغره رسېږي. د بلوچستان او خیبر پښتونخوا ایالت سیاستوالو وړاندې ویلي چې په اقتصادي پلان کې ددوی سیمې له پامه غورځول شوي دي.
لومړی په پام کې وه دغه لاره د بلوچستان او پښتونخوا ایالتونو له لارې ګوادر ته وغځېږي چې واټن یې لنډ دی، خو اوس پنجاب ایالت په پام کې نیول شوی.
ټولنیزو رسنیو غبرګون
د کوټې په ځانمرګي برید قربانیان ترډېره ځوانان دي. پاکستان کې پر ټولنیزو رسنیو له پرون راهیسې د کوټې ځانمرګي برید پرضد پیغامونه او د قربانیانو انځورونه خپرېږي او ورسره دا پوښتنه مله ده چې دا کسان په کوم تور ووژل شول؟
د فسبوک کاروونکو د بلوچستان پر اعلی وزیر نواب ثناؤ الله زهیري هم سختې نیوکې کړي چې دغه برید کې یې د هند څارګره اداره پر لاس لرلو تورنه کړې. یوه کس پر خپل فسبوک لیکلي، "نواب ثناوالله زهري ان ددې سیمې د پولیسو تاڼې (قومندانۍ) له مشر لا پوښتنه نه ده کړې او د عاملینو تر شا يې د هند د لاس وهنې ادعا وکړه."
کوټه د پاکستان بلوچستان ایالت مرکز او ستر ښار دی چې ګڼ نفوس لري او له تېرې یوې لسیزې راهیسې پکې ناامني ده. ځینې بلوڅ بېلتونپال له پاکستان نه د خپلواکه کېدو لپاره د دولت پرضد وسله مبارزه کوي چې له امله هلته د خلکو ژوند، کاروبار او تعلیم هم اغیزمن شوی.
ځینې سني افراطي ډلې بیا د مذهب له مخې هلته مېشت شیعه هزاره توکمي په نښه کوي چې د خلکو ترمنځ د فرقه یې تاوتریخوالي وېره خپره کړې.








