د ډیلي او اسلام اباد ترېنګلتیا: د هند پوځ مشر کشمیر کې خپلو پوځیانو سره کتلي

د عکس سرچینه، PTI
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي اسلام اباد
نن د هند پوځ مشرجنرال دلبیر سنګ پاکستان سره پولې ته څېرمه سیمو نه لیدنه کړې او د هند پوځ چمتووالي اروزنه یې کړې او له هغو قطقعاتو یې لیدنه کړې چې د کنټرول لیکې پورې غاړې عملیاتو کې یې برخه لرله.
دا ددغو عملیاتو تر ادعا وروسته له کشمیر نه د هند پوځ قومندان لومړۍ لیدنه ده.
بلخوا د هند او پاکستان ترمنځ د پنجشنبې د ورځې جګړې وروسته د پولې په اوږدو کې وضعیت لا ترینګلی شوی.
پولې ته له څېرمه سیمو اوسېدونکي دواړو هېوادونو ترمنځ د احتمالي جګړې رامنځته کېدو له وېرې له خپلو سیمو تښتېدلي دي.
د هند د پنجشنبې ورځې تر ادعا وروسته چې کشمیر کې د کنټرول لیکې پورې غاړې د پاکستان اړوند خاوره کې یې د عملیاتو خبره وکړه، پاکستان د شنبې په ورځ ددې ادعا ردولو لپاره یو شمېر خبریالان همغې سیمې ته یوړل.
د هند پوځ د سپتمبر په ۲۹مه وویل چې د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې یې د "ترهګرو" پر یوه پټنځای عملیات وکړل او یو شمېر کسان یې ووژل. پاکستان په همغه ورځ وویل، ددوی دوه پوځيان له هند سره پر پوله په ډزو کې وژل شوي د هند پوځ عملیات یې رد کړل.
د پاکستاني پوځ ویاند ډګر جنرال عاصم باجوه عملیاتو په ادعا شوې سیمه کې خبریالانو ته وویل، په دغه سیمه کې یوازې د دواړو هېوادونو د پوځیانو ترمنځ ډزې تبادله شوې دي.
خو د هندوستان چاپ هندو ورځپاڼې لیکلي؛ د هند دفاع وزیر منوهرپریکار د اوتاراکنډ په پاوري سیمه کې بیا یوې ولسي غونډې ته په وینا کې ویلي؛ "د پاکستان وضعیت اوس د هغه رنځور په حیث دی، چې تر عملياتو وروسته هم د څه وخت لپاره بې سده وي او پوهېږي نه، چې عمليات يې شوي که نه."
هندو ورځپاڼه د دفاع وزیر له خولې ليکي، که په راتلونکې کې هم هندوستان ته د پولې پورې غاړې ته کوم خطر ښکاره شي، نو بیا به هم له دغه ډول عملياتو څخه ډډه ونه کړي.








