هند د پاکستان پولې ته څېرمه 'بمباري' کړې

د عکس سرچینه، Shib Shankar Chatterjee BBC
د هند پوځ د پاکستان پولې ته څېرمه د کشمیر لانجمنې کرښې په اوږدو کې د مشکوکو اورپکو پرضد هوايي بریدونه کړي دي.
د هند ددفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ (سپټمبر ۲۹مه، تلې ۸مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، هندي پوځ کشمیر کې د کنټرول کرښې ته څېرمه د مشکوکو اورپکو پرضد له دې کبله برید کړی، چې ګني د هند ځینو ښارونو کې یې د 'بریدونو' پلان درلود.
دا بریدونه تېر ماښام شوي دي.
پاکستان د هند د بریدونو په تړاو ویلي، دا بریدونه 'هېڅ توجیه' کېدای نه شي، چې په وینا یې په برید کې د پاکستان دوه پوځيان وژل شوي دي.
د پاکستان د پوځ ویاند وايي، پوځيانو یې د کنټرول پر کرښه پر هندي ځواکونو د متقابلو ډزو غبرګون ښودلی.
د هند د دفاع وزارت خبرپاڼه کې راغلي دا عملیات یې د پنجشنبې په ورځ پر پوله د ځینو 'ترهګرو ډلو' پرضد کړي دي.
د هند د دفاع وزارت ویاند رنبیر سینګ ویلي ''د کنټرول په سیمه کې ځینې ترهګرې ډلې ځای پرځای شوې او د هند د ننه یې بریدونو ته ځانونه چمتو کول.''
دی زیاتوي، د تېرې شپې عملیاتو کې ترهګرو ډلو ته دروند زیان اښتی او د هغوی د بریدونو پلانونه یې شنډ کړي.
دا برید څو ورځې وروسته تر هغه شوی، چې د روانې سپټمبر په لومړیو کې کشمیر کې د هند پر یوې پوځي اډې برید کې لږترلږه اتلس هندي پوځيان ووژل شول.
د تېرې سې شنبې په ورځ د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي وویل، د سوېلي اسیا د همکاریو سازمان (سارک) غونډه کې به یې هېواد ګډون ونه کړي.
په پام کې وه چې دا غونډه راتلونکې اونۍ د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې جوړه شي.
له بریتانیا نه د هند له خپلواکۍ راهیسې هند او پاکستان سره جلا شول، خو د کشمیر پر سر لانجو یې ګاونډیتوب پر دښمنۍ بدل کړل.
دواړو هېوادونو پخپلو کې درې ځلې جګړې کړې دي.
هند او پاکستان دواړه اتوم لرونکي هېوادونه دي.

د عکس سرچینه، EPA
په کشمیر کې د کنټرول کرښه هند او پاکستان سره جلا کوي، که څه هم په نړیواله کچه د پولې په توګه نه ده پېژندل شوې، خو اوس عملاً د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډه پوله ګڼل کېږي.








