نرېندرا مودي: اوبه او وینې یو ځای نه شي بهیدای

د عکس سرچینه، Getty
د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي د خپل هېواد د کرنې او اوبو اړوند چارواکو سره خبرو کې هوډ څرګند کړی، چې د هند او پاکستان تر منځ د اوبو د وېش هوکړې ' سند طاس ' په اړه به له سره غور وکړي.
د هندي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، چې له غونډې وروسته ښاغلي مودي وویل:
'' وینې او اوبه یو ځای نه شي بهیدای.''
دغه هوکړه د هند او پاکستان تر منځ ۱۹۶۰ کال کې لاسلیک شوه، چې له مخې د هغو دریو سیندونو پر اوبو د پاکستان حق منل شوی، چې له کشمیره تېریږي.
دغه سیندونه سند، چناب او جهلم نومیږي، چې پاکستان یې ۸۰ سلنه اوبه کارووي.
غونډه کې د هند ملي امنیت سلاکار اجیت کومار ډوول، د بهرنیو چارو سکرتر ایس جي شنکر او د اوبو وزیر هم ګډون درلود.
- <paragraph> <link type="page"><caption> ''د هرې پېښې پړه پر پاکستان اچول د هند تګلاره که یې د واکمنو عادت؟''</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/world/2016/09/160922_ns_foreign_office_briefing" platform="highweb"/></link></paragraph>
د ښاغلي مودي دغه څرګندونې داسې اشاره بلل کېږي، چې ښايي له پاکستان سره د اوبو د وېش پر سر هند په راتلونکي کې د اقدام کولو هوډ لري.

د عکس سرچینه، EPA
یو شمېر ماهرین په دې باور دي، چې هند هغومره اوبه نه کارووي، چې باید ویې کاروي، خو په وینا یې له دې وروسته به هند د اړتیا وړ اوبه کارووي.
رپوټونو کې ویل شوي، چې هند د اوبو اړوند تولبول نومي پروژې دویم ځلي کار پیل کړی، چې ۲۰۰۷ کال کې یې د پاکستان له اعتراض وروسته پرې کار درولی و.
د هند ' د هندو ' نومي ورځپاڼې په رپوټ کې ویل شوي، هند به تر هغه مهاله له پاکستان سره د ۱۹۶۰ کال دغې هوکړې په اړه خبرې و نه کړي، تر څو چې پاکستان په هند کې د ترهګرۍ سرپرستي نه پریږدي.
د کشمیر په اوړي نومي سیمه کې پر هندي پوځیانو د وسله والو له برید وروسته په هند کې د هغو سیندونو د لوري بدلون غوښتنې ډېرې شوې، چې اوبه یې پاکستان ته بهیږي.
- <paragraph> <link type="page"><caption> کشمیر کې پر هندي پوځي اډې برید '۱۷ پوځيان وژلي'</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/world/2016/09/160918_hh-kashmir_uri_attack_" platform="highweb"/></link></paragraph>
له هغه برید وروسته د هند او پاکستان تر منځ اړیکي لا پسې ترینګلي شوي دي.








