''د هرې پېښې پړه پر پاکستان اچول د هند تګلاره که یې د واکمنو عادت؟''

- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي اسلام اباد
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، ددغه هېواد لخوا په دې وروستیو کې هوايي تمرینونه د معمول چارو برخه ده، خو په وینا یې د دغه هېواد پوځ او ټول ولس د وطن د ساتنې لپاره چمتو دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس زکریا نن پنجشنبه په اسلام اباد کې اونیزې خبري غونډې ته په وینا کې وویل، د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د هندوستان پر یوې پوځي اډې تر برید وروسته هغه هېواد بې له کومې څېړنې پاکستان تورن کړ، چې په خبره يې دوی په دې نه پوهېږي، چې د هرې پېښې پړه پر پاکستان وراچول د هند تګلاره او که يې د واکمنو عادت دی.
له تېرو دوو ورځو راهیسې پاکستان له اسلام اباده لاهور او پېښور ته غځېدلې لويې لارې د هر ډول موټرو پرمخ تړلې او هلته يې د جنګي الوتکو تمرینونه پيل کړي دي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت زیاتوي، په هند کې د ' اوړي ' پوځي اډې تر برید وروسته د هندوستان رسنیو د پاکستان او هند تر منځ د جګړې چاپېریال رامنځته کړی دی، چې په خبره يې که هند پرې برید وکړي، نو غاښ ماتوونکی ځواب به ورکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه، هېواد يې خپله خاوره د هېڅ یوه ګاونډي هېواد پر ضد نه کاروي، خو وايي له دوی سره ډېر داسي ثبوتونه شته، چې هند ددوی پر خاوره د ترهګرۍ اور ته لمن وهي.
د نفیس زکریا په خبره هند وړاندې هم د پټانکوټ او ممبۍ په بریدونو پاکستان تورن کړی و، خو چې کله پلټنې وشوې، نو استخباراتو یې دا ومنله، چې د هغو پېښو تر شا د پاکستان لاس نه و.

د عکس سرچینه، AP
ښاغلي ذکریا یو ځل بیا تور پورې کړ، چې د هند څارګره اداره ' را ' د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ترهګرۍ اور ته لمن وهي او بېلتون پالو بلوڅ وسلوالو ته مرستې ورکوي.
هندي چارواکو له بیا بیا دغه ډول تورونه رد کړي او وايي، پاکستان پخپله د سخت دریځو تر منځ توپیري چلند کوي.
- <paragraph> <link type="page"><caption> هندي کشمیر کې هره ورځ نژدې ۵۰ کسان نیول کیږي</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/world/2016/09/160921_gng_kashmir_india_violence" platform="highweb"/></link></paragraph>
د اسلام اباد او ډيلي تر منځ تر هغه وروسته حالات نور ترینګلي شوو، چې د تېري یکشنبې په ورځ د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پر یوې پوځي اډې وسلوال برید وشو او تر ۱۵ ډېر هندي پوځيان یې ووژل.
له هغه برید سملاسي وروسته د هندوستان واکمنو ددغې پېښې ترشا د پاکستان د څارګرو ادارو لاس وباله، چې پاکستان يې د تل په څېر دغه تور رد کړ.








