ولې د مېندوارو ښځو خوراک ته ډېر زړه کېږي؟

A pregnant woman with a cup of coffee

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د مېندوارۍ په وخت هر کلتور کې د مېرمنو جل جلا شیانو ته زړه کېږي.

موږ ټولو اورېدلي چې مېندواره ښځې یوازې ایسکریم غواړي او یا یې تروشو څیزونو ته زړه کېږي، یا ځينې وخت خپل مېړه د باندې استوي چې ورته سور کړی چرګ راوړي او یا یې هم ځینې وخت ډول ډول ککو (چاکلیټ یا شکولات) ډېر زیات خوښېږي.

داسې انګېرل کېږي چې په مېندوارۍ کې ځینو خوړو ته ډېر زړه کېدل د ښځې یا جنین غذایي اړتیاوې پوره کوي.

د یو انسان په ګېډه کې د یو بل انسان شتون چې ډېر وخت هم نیسي، ستړیوونکی او ناراموونکی وي.

له دې سره که په دې اړه څېړنو ته ځیر شئ، یو جالب مطلب مطرح کېږي.

څېړونکو موندلې، چې په مېندوارۍ کې یو څه ډېر خوښول د یو مفهوم په توګه په ټولو کلتورونو کې نه پېښېږي.

Japanese young woman eating rice

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په جاپان کې چې کله یو څه ته د شدید میل خبره کېږي هغه څيز تر ډېره وریجې وي.

په هغو کلتورونو کې چې په انګلیسي ژبه پکې خبرې نه کېږي، که د ښځې د مېندوارۍ په موده کې یو څه ته ډېر زړه وشي نو دغه څیز له هغو سره ډېر توپیر لري چې په امریکا او برتانیا کې ورته مېرمنې ډېره لېوالتیا ښيي.

د بېلګې په توګه، په جاپان کې چې کله یو څه ته د شدید میل خبره کېږي هغه څيز تر ډېره وریجې وي.

په دې اړه هم څېړنې شوې چې ایا هغه خواړه چې ډېر زړه ورته کېږي ایا داسې غذايي مواد چمتو کوي چې له مېندوارۍ سره مرسته وکړي؟

په دغو څېړنو کې دا نه ده موندل شوې چې ګنې دغه خواړه د ټولو لپاره د غذايي موادو ښې سرچینې دي.

په حقیقت کې، هغه ښځې چې یو څه ته یې ډېر زړه کېږي، د دې په پرتله چې په میندوارۍ کې یې روغتیا ښه شي، وزن یې زیاتېږي، چې په پایله کې نورې ستونزې هم ورته پیدا کولای شي.

Chocolate squares

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په امریکا کې د ۵۰ سلنه ښځو له خپلې میاشتنۍ ناروغۍ یوه اونۍ وړاندې ککو ته ډېر زړه کېږي.

د نیویارک پوهنتون د ارواپوهنې څانګې استاده جولیا هورمېس وايي، دا په دې مانا نه ده چې په ښځو کې د شدید میل ښودنه له هر څه سره مرسته کولای شي.

د شدید میل دغه نښې ښايي له بایوکیمیاوي اړتیا پرته یو بل لامل ولري. د بېلګې په توګه، هورمېس وايي په امریکا کې د ۵۰ سلنه ښځو له خپلې میاشتنۍ ناروغۍ یوه اونۍ وړاندې ککو ته ډېر زړه کېږي.

څېړونکو په دې اړه څېړنې کړې چې ایا په ککو کې ځینو غذايي موادو ته دغه شدید میل میاشتنۍ ناروغۍ (حیض) ته مهم دی او که نه او ایا دغه ډېر زړه کېدل د هورمونونو د بدلون ښودنه کوي او که نه.

Black pregnant woman eating chocolate and potato chips

د عکس سرچینه، Getty Images

د څېړنو له مخې سپین ککو خوراکي موادو ته د شدید میل په پیدا کولو کې تر ټولو ډېر اغېز لري، خو داسې نشي کېدای چې د ککو په ترکیب کې ځيني ګټور غذايي مواد دي د اشتیا د ډېرېدو لامل شي.

یوې بلې څېړنې ښودلې ککو ته ډېر زړه کېدل د هورمون له کچو سره هېڅ اړیکه نه لري.

مېرمن هورمېس وايي، په حقیقت کې، هغه ښځې چې میاشتنۍ ناروغي نه لري تر ډېره یې ککو ته ډېر زړه کېږي.

مېرمن هورمېس وايي، کله چې تاسو له ځان سره داسې ذهنیت جوړ کړئ چې له یو ډول خوړو څخه د تل لپاره منع شوي یاست، نو په دغه وخت کې تاسو ته ځان کنټرولول ستونزمنېږي.

Young woman caves in to her pizza raving

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ښځې ښايي د مېندوارۍ په موده کې له ځینو خوړو منع کړل شي

کله چې یوه ټوټه کېک وخورئ نو د دې په ځای چې بس کړئ او ترې ولاړ شئ تاسو د هغه دری چنده خورئ.

له دې سره ښځې ښايي د مېندوارۍ په موده کې له ځینو خوړو منع کړل شي، موخه دا وي چې سالم غذايي رژیم ولري او یا دوی باید د ځینو خوړو په اړه د ډاکټر سپارښتنې ومني او پلې کړي.

دا ټول داسې یو حالت رامنځ ته کوي چې لږ تر لږه د نړۍ په ځینو برخو کې چې هلته خوراکي توکو ته شدید میل پیدا کېږي او د دغه میل کنټرول ستونزمن وي نو ښايي په دې لامل د دغو ښځو وزن زیات شي.

نور عوامل

A woman bingeing on doughnuts

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، میندواري یوه تقاضا ده او له مرستې پرته د دغې دورې پای ته رسول هم ستونزمن دي.

په مېندوارو ښځو کې د شدید میل پیدا کېدل ښايي ځینې نور کلتوري عوامل هم ولري:

مېندواري یوه تقاضا ده او له مرستې پرته د دغې دورې پای ته رسول هم ستونزمن دي.

د تنزانیايي ښځو په اړه چې غوښې، کبانو، تازه مېوو او سبو ته یې شدید میل ښودلی، یوې څېړنې ښودلې چې هغو ښځو ته د داسې خوړو چمتو کول چې شدید میل ورته ښيي د دې مانا ورکوي چې ګنې دوی د خپل مېړه او کورنۍ لخوا ټولنیز ملاتړ تر لاسوي.