په انساني جین کې له بدلونه د چینايي څېړونکي دفاع

Chinese scientist He Jiankui speaks at the Second International Summit on Human Genome Editing in Hong Kong

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ښاغلي هي ویلي، اته جوړو، چې د اچ آی وي لرونکي پلرونه او بې اچ آی وي ميندې هم پکې وې، په خپله خوښه د دغې تجربې لپاره حاضرې شوې وې، خو يوه جوړه څه وخت وروسته پښېمانه شوې.

هغه چينايي څېړونکي چې ادعا کوي په جینيټکي لحاظ بدل شوي لومړني ماشومان يې جوړ کړي د خپل کار دفاع کړې.

د شينزين پوهنتون مرستیال پروفېسور هي جيانکوی په هانګ کانګ کې د جينوم په تړاو جوړې شوې غونډې ته په وينا کې ویلي چې هغه په خپل کار وياړي.

هغه ویلي، د یوه داسې جنین چې جين يې اېډېټ يا بدل شوی " بل ممکن حمل یا مېندواري" هم په لومړنیو پړاوونو کې ده.

د هغه ادعاوې په پراخه کچه يې ناندرۍ هم پارولې لا هم د دريم اړخ تاييد ته اړتيا لري.

ښاغلي هي ویلي، اته جوړو، چې د اچ آی وي لرونکي پلرونه او بې اچ آی وي ميندې هم پکې وې، په خپله خوښه د دغې تجربې لپاره حاضرې شوې وې، خو يوه جوړه څه وخت وروسته پښېمانه شوې.

هغه زیاته کړې چې دا تجربه يې لومړی ځل په یوازې ځان پیل کړې وه.

دا لومړی ځل د روانې اونۍ په پیل کې اعلان شوه او پروفېسور هي د دوو نجونو د جنین ډي ان اې یا د ارثي ځانګړنو لېږدونکې برخه بدله او اېډېټ کړه تر څو پکې د اچ آی وي مخنیوی وشي.

د هغه په دغو ادعاوو ګڼو نورو څېړونکو نيوکې وکړې او دا يې ناسم کار وباله.

په ډېری هېوادونو کې دغه کار منع دی.

د ویډیو تشریح، د جین د ترمیم