جاپانۍ نجلۍ چې فلم ولېد، ساینس پوهه شوه ؟

د عکس سرچینه، Getty Images
په ژوند کې د نوې څه ترسره کولو لپاره نظریه له هر ځایه راتلی شي، لکه څنګه چې یوې جاپانۍ نجلۍ د یوه فلم په لېدو ساینس پوهه شوه، تاسې به یې په اوریدو حیران شئ خو دا رښتیا ده د دغې نجلۍ نوم امبریینګ دی.
د ښوونځي کتابونو لوستو د هغې زړه وهلی و، هغې نوي څه کول غوښتل، داسې یو څه چې نړۍ ته یې ګټه ورسي او له نورو سره توپیر ولري.
هغې یوه ورځ خپل کور کې هندی فلم "ګریوټي" لیده. په دې فلم کې ښودل شوي چې نړیوال تشیالي مرکز د یوې پېښې له امله څنګه ویجارېږي.
د فلم له لیدو وروسته د امبریینګ په ذهن کې، دا پوښتنه پیدا شوه، هغه مصنوعي سیارې، څیړنیزانجنونه، راکټونه او سپوږمکۍ چې تشیال ته لېږدېږي او ټکر کوي، پاتې شونې یې څه کېږي؟
تر دغه نظر پیدا کېدو وروسته امبریینګ پرېکړه وکړه داسې لاره ومومي چې په مرسته یې په راتلونکي کې تشیال ته تلونکي انسانانو له خطرونو وژغورل شي:
"ما په دومره کم عمر ډیرې ښیې لاسته رواړنې لرلې دي او زه هیله لرم چې په دې نړۍ کې به زه ځانته ډير ښه ځای پیدا کړم."

د عکس سرچینه، NASA
د اغلې یینګ د څیړنې له مخې، اوس مهال د ځمکې پر شاوخوا د مصنوعي سیارو کابو نیم میلیون ټوټې ګرځي.
نوموړې هیله لري، د دغې څېړنې له امله به په راتلونکي کې د سټلایټ او تشیالي سپوږمکیو به ټکرونو په کموالي کې مرسته وکړي.
اغلې یینګ وایي، ژوند کې یوازې د ریاضي او ساینسي کتابونو لوستل ډیر مهم نه دي، خو تخلیقي کارونو ته باید ډېر پام وشي.
هغه وايي، که موسیقي واورو په ژوند کې ډیر څه کولی شو.









