پر ساینس د "سیاستوالو د برید" ضد پراخ لاریونونه

واشنګټن کې لاریونیانو د ټرمپ ضد شعارونه ورکول. ټرمپ د ساینسي څېړنو د مالي ملاتړ کمولو پرېکړه کړې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، واشنګټن کې لاریونیانو د ټرمپ ضد شعارونه ورکول. ټرمپ د ساینسي څېړنو د مالي ملاتړ کمولو پرېکړه کړې

د نړۍ په لروبر کې زرګونو پوهانو پر ساینسي حقیقتونو او ثبوتونو د سیاستوالو د برید پروړاندې لاریونونه کړي دي.

د "ساینس لپاره لاریون" په نوم دغه لاریونونه د خپل ډول لومړني لاریونونه دي چې د چاپېریال ساتنې په تړاو د خوځښتونو د ډېرولو په ملاتړ رامنځ ته شوي.

دا لاریونونه د ځمکې د ورځې له رارسېدو سره سم شوي.

تر ټولو لوی لاریون د امریکا واشنګټن کې شوی.

لاریونیان وايي، دا لاریون د ولسمشر ټرمپ پرضد نه دی، بلکې د هغه اداره د چاپېریال ساتنې ته هڅول یې هدف دي.

لاریونیان ځینې لوحې ورسره لېږدولې چې ''ساینس د ټولو دی'' او ''ساینس، نه چوپتیا'' شعارونه پرې لیکل شوي وو

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، لاریونیان ځینې لوحې ورسره لېږدولې چې ''ساینس د ټولو دی'' او ''ساینس، نه چوپتیا'' شعارونه پرې لیکل شوي وو

د واشنګټن لاریون کې د کالیفورنیا د ساینس اکاډیمۍ اجراییوي مشر جانتن فولي وايي، اوس بحث تر هغو تورونو رسېدلی، چې تر عقل پورته خبره ګڼل کېږي او د ده په وینا د سیاستوالو له خوا برید د "ځپلو تر کچې رسېدلی".

دی وايي: "د دوی د برید هدف ساینس دی، چې زموږ د روغتیا او د چاپېریال ساتنې ملاتړ کوي او زموږ تر ټولو د کمزوري قشر ملاتړ کوي".

دی وايي "ډېر به ځورېږي، او نور به مري".

د استرالیا سیډني هم ګڼ خلک واټونو ته راوتلي وو

د عکس سرچینه، AFP/GETTY IMAGES

د عکس تشریح، د استرالیا سیډني هم ګڼ خلک واټونو ته راوتلي وو
لاریونیان وايي، د ساینس او علمي ثبوتونو په اړه یې د نړیوال سیاسي تېري پرضد لاریون کړی

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، لاریونیان وايي، د ساینس او علمي ثبوتونو په اړه یې د نړیوال سیاسي تېري پرضد لاریون کړی
د جرمني برلین کې د علمي ټولنې د ملاتړ شعارونه لېږدول کېدل

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د جرمني برلین کې د علمي ټولنې د ملاتړ شعارونه لېږدول کېدل
دا پخپل ډول کې د ساینس او چاپېریال ساتنې په ملاتړ لومړنی لاریون دی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دا پخپل ډول کې د ساینس او چاپېریال ساتنې په ملاتړ لومړنی لاریون دی

وړاندې، په اتریش کې هم ورته لاریون شوی او د لاریون سمبالوونکو پر خواله رسنیو لیکلي، د لاریون هدف له هغه خوځښت سره د خلکو یوځای کېدل دي، چې واک ته د ټرمپ له رسېدا وروسته پیل شوی دی.

مخکې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اقلیم بدلون یوه "تېر ایستونکې" چاره بللې وه چې د ساینسپوهانو منځ کې یې لویه وېره رامنځ ته کړه.

ویانا کې هم لاریونیان د ساینس په ملاتړ راوتلي وو

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، ویانا کې هم لاریونیان د ساینس په ملاتړ راوتلي وو

د لندن لاریون کې پوهانو او د پارلمان تر میدان پورې ولاړل.

لندن

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د لندن لاریون کې پوهانو او د پارلمان تر میدان پورې ولاړل.