د نړۍ ځینو ښارونو کې د ټرمپ ضد لاریونونه

د عکس سرچینه، GETTY
د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ په مخالفت کې د استرالیا، نیوزیلنډ او جاپان په ځینو ښارونو کې ګڼ کسان راوتلي دي. په نورو ښارونو کې هم ورته لاریونونه سمبال شوي.
پرون (جمعه) او نن شنبې د امریکا د نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ په مخالفت کې د نړۍ ځینو ښارونو کې لاریونونه روان دي.
تر ټولو ډېر خلک استرالیا، نیوزیلنډ او جاپان کې واټونو ته راوتلي. د استرالیا سیډني ښار کې نژدې درې زره کسان د امریکا کونسلګرۍ مخې ته راغونډ شوي.
نژدې ۷۰۰ کسان د "ښځو لاریون" په نامه راغونډېدنه کې د شنبې په ورځ (جنوري ۲۱مه) د ډونلډ ټرمپ د لوړې له مراسمو یوه ورځ وروته د هغه په مخالفت کې راوتلې دي.
اټکل دی چې د امریکا واشنګټن کې تر ټولو ډېر خلک د ټرمپ په مخالفت کې راغونډ شي، ویل کېږي هلته به لسګونه زره کسان راټول شي.
لندن کې هم د ورته لاریون لپاره پروګرام نیول شوی.

د عکس سرچینه، Reuters
د جمعې په ورځ د ټرمپ له لوړې سره هم مهاله، واشنګټن د لاریونیانو او پولیسو ترمنځ د اخ او ډب شاهد و.
تر ۲۰۰ ډېر لاریونیان ونیول شول. ځینې یې اور بل کړی و، ډبرې یې ویشتې او د خپل مخالفت په څرګندولو یې ښیښې ماتولې.
د لوړې له مراسمو لږ وړاندې نښتې هم وشوې او د لوړې له مراسمو وروسته یې دوام وکړ.
پولیسو د دوی د ځپلو او تیت پرک کولو لپاره له مرچکي سپرې او اوښلن ګاز کار واخیست.
د "ټرمپ پرضد مقاومت"، د "چاپېریال ساتنې عدالت غواړو او "ازاد فلسطین" په نومونو سوله ییزې غونډې هم وشوې.
د جمعې په ورځ مکسیکو کې هم خلک راغونډ شوي وو. ډونلډ ټرمپ ویلي وو، که ولسمشر شي د امریکا او مکسیکو ترمنځ به دېوال جوړ کړي او مکسیکو به یې د لګښت ورکولو ته اړباسي.

د عکس سرچینه، EPA
اسمان کې د ټرمپ نوم لیکل
نن سیډني کې د ټرمپ له مخالف سره هم مهاله، په اسمان کې الوتکو د ټرمپ نوم ولیکه.
د هغه شرکت مشر، چې ددې کار دنده یې پرغاړه لرله، ویلي د ټرمپ نوم یې د هغه د ملاتړو په غوښتنه په اسمان کې کښلی دی.
په سیډني کې راغونډو شویو خلکو ویلي چې د ټرمپ په خبرو کې "کرکه او تعصب" دده د ملاتړو لپاره وېروونکې چاره ده.
د ښځو، کډوالو، قومي او مذهبي لږکیو په اړه د ټرمپ دریځونه د امریکا ولسمشریزو ټاکنو له کمپاین پیلېدا راهیسې له لانجې ډک وو.










